د لاسرسي ځای

تازه خبر

''کرزی لا هم پر خپلو شرطونو ټینګارکوي''


افغان ولسمشر حامد کرزي د واشنګټن او کابل ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیک کولو په اړه نوي شرطونه وړاندې کړي او ویلي یې دي، چې د دې قرارداد لاسلیک ته بیړه نه لري.

د رویټرز خبري اژانس د سپینې ماڼۍ د یو بیان په حواله وایي: د دوشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا د ملي امنیت د سلاکارې سوزان رایس سره په لیدنه کې ولسمشر حامد کرزي د واشنګټن او کابل ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیکولو په اړه نوي شرطونه وړاندې کړي او ویلي یې دي، چې د دې قرارداد لاسلیک ته بیړه نه لري.


ولسمشر حامد کرزي تر دې مخکې په لویه جرګه کې د دې قرارداد تر تایید وروسته د جرګې ګډونوالو ته ویلي ول؛ چې دا تړون به هغه وخت لاسلیکوي چې امریکا یې ځینې شرطونه ومني.

بل خوا د ولسمشر کرزي د ویندوی دفتر په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د امریکا د ملي امنیت سلاکارې سوزان رایس پرون (دوشنبه) ماښام په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي سره وکتل خو نوموړي د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتي تړون د لاسلیک په برخه کې پر خپل پخواني دریځ ټینګار وکړ.

په خبر پاڼه کې راغلي چې ولسمشر حامد کرزي په درې ټکیو ټینګار کاوه چې؛ د ده په وینا د افغانانو غوښتنه ده.

د افغانانو پر کورنو په بشپړه ډول د پوځي عملیاتو بندیدل د ولسمشر له لومړنیو غوښتنو څخه یاده شوې؛ نوموړي همدارنګه له امریکايي لورې غوښتي چې؛ په افغانستان کې د سولې بهیر باید په صادقانه توګه پیل شي او په درېیمه غوښتنه کې د شفافو او پر وخت انتخاباتو پر ترسره کېدو ټینګار شوی دی.

له ارګه خپره شوې خبر پاڼه د دې شرطونو څخه د یوه په ځواب کې د امریکا د ملي امنیت د سلاکارې سوزان رایس له خولې وايي چې؛ هېواد یې په افغانستان کې د شفافو، پروخت، د ټولو په شمول او له هر ډول لاس وهنې پرته انتخاباتو ته چې د افغانستان د قانونې پروسې پر بنسټ وي ژمن دی.

په دې لیدنه کې چې د امریکايي چارواکو په وینا د ولسمشر کرزي په غوښتنه شوې، په افغانستان کې د ناټو عمومي امریکايي قومندان جنرال جوزیف ډانفورډ هم برخه لرله.

نوموړې ویلي دي چې خپلو ټولو پوځیانو ته یې لارښونه کړې چې؛ د امنیتي قرارداد له روحیې او د لویې جرګې له سپارښتنو سره سم چلن وکړي.

د ولسمشر کرزي د ویندوی دفتر وايي چې؛ د سوزان رایس په مشرۍ امریکايي پلاوي د افغانستان امن بهیر د عملي پیل په اړه هېڅ ژمنه ونه کړه.

خبرپاڼه د ولسمشر کرزي له خولې وايي چې؛ د امریکا متحده ایالات باید له ګوانتنامو څخه د افغان بندیانو د خوشې کېدو په شمول د مشورتي لویې جرګې غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.

بل خوا د سپینې ماڼۍ له خوا د دې لیدنې په اړه خپور شوی بیان وايي چې؛ د امریکا د ملي امنیت سلاکارې سوزان رایس ولسمشر حامد کرزي ته ویلي، ممکنه نه ده چې د دې تړون لاسلیکول د انتخاباتو څخه وروسته مودې ته وځنډول شي.

د نوموړې په وینا په داسې صورت کې به د امریکا متحده ایالات او ناټو متحدین له ۲۰۱۴ م کال څخه وروسته په افغانستان کې د خپل پوځي حضور د پلانولو لپاره کافي وخت ونه لري. سپینه ماڼۍ وايي چې د امریکا د ملي امنیت سلاکارې ولسمشر کرزي ته خبرداری ورکړی که امنیتي قرارداد زر لاسلیک نه شي نو امریکا به اړه وي چې خپل ټول سرتیري له افغانستانه وباسي او په هغه صورت کې به په افغانستان کې له ۲۰۱۴ م کال وروسته امریکايي او ناټو سرتیري پاتې نه شي.

بل خوا په واشینګټن کې د امریکا د دفاع وزارت هم له ولسمشر کرزي غوښتي چې د کابل او واشینګټن ترمنځ امنیتي قرارداد زر تر زره لاسلیک کړي. د پینټاګون ویاند سټیفن وارین د دوشنبې پر ورځ وویل، که چیرې دا سند د ۲۰۱۳ م کال له پای ته رسیدو مخکې لاسلیک نه شي د امریکايي ځواکونو د وتلو پلان ته به ستونزې جوړې شې، خو نوموړې د دې ممکنه ستونزو په اړه ډیر جزییات ورنه کړل. د امریکا د دفاع وزارت ویاند وویل، پینټاګون هیله لري چې دا امنیتي قرارداد زر تر زره لاسلیک شي.

مشورتي لویې جرګې دد قرارداد متن له غور او بحث وروسته تایید کړی، اوس باید د افغانستان په ملي شورا کې دا سند تصویب شي او تر تصویب وروسته یې باید ولسمشر له امریکايي لورې سره لاسلیک کړي خو تر اوسه څرګنده نه ده چې ولسمشر کرزی به کله د دې سند لاسلیک ته غاړه کیږدي.

XS
SM
MD
LG