د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باړې تښتول شوي استادان خوشي شول


پرنسپل قاسم اپریدي زیاته کړه: ''موږ د لشکر اسلام وسلوالې ډلې شورا ته حاضر شو او خپل سپیناوی مو ورته وکړ او اوس یی راخوشي کړلو او موږ ته چا هېڅ تکلیف نه دی راکړی''

د خېبراجنسۍ باړې تحصیل اسسټنټ پولیټیکل اجنټ وايي، چې د باړې تحصیل سپاه سیمې له یوه شخصي سکوله د تېر زیارت پر ورځ د وسلوالو له لوري تېښتول شوي یوولس استادان پرېښودل شول.

مرستیال پولیټیکل اجنټ ناصر خان مشال راډیو ته وویل چې دغه استادان په ښوونځي کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکولو پر مهال له ښوونځي پورته کړل شوي ول. دی زیاتوي که څه هم هغوی پرېښودل شوي دي خو لا هم دوی ته نه دي رسېدلي.

نن سهار په دې استادانو کې شامل د دغه شخصي سکول پرنسپل قاسم اپریدي مشال ریډيو ته د تیرا له یوې لرې سیمې پر ټیليفون تصدیق وکړ چې دی او نور ټول ملګري خوشي شوي دي.

نوموړی وویل:

''موږ وسلوالو نه وو تښتولي، بلکې یوازې د خپل سپیناوي لپاره ورسره تللي ولو، چې دغه د ګوزڼ ضد څاڅکي امنیتي ځواکونو او د پولیو کارکونکو په خپله په دې سکول کې ماشومانو ته ورکړي ول، په دې کې زموږ څه قصور نه وو''

پرنسپل قاسم اپریدي زیاته کړه:

''موږ د لشکر اسلام وسلوالې ډلې شورا ته حاضر شو او خپل سپیناوی مو ورته وکړ او اوس یی راخوشي کړلو او موږ ته چا هېڅ تکلیف نه دی راکړی''

دوی د دغې پیښې نور جزیات په ډاګه نه کړل.

یاده دې وی چې دغه یولس استادان د تیر زیارت په ورځ هغه مهال وتښتول شول چې کله د دوی په سکول کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکړل شوي ول.

د خېبر د ګوزڼ کنټرولولو ادارې د چارواکو په وینا په خېبر ایجنسۍ کې د بد امنۍ له امله د پولیو ضد کمپاین په سمه توګه نه تر سره کیږی او د دوی ټیمونه د باړې زیاتره برخو ته نه شي تللای.

دوی وایی چې سږ کال په خېبر ایجنسۍ کې د پولیو شپاړلس کېسونه مخې ته راغلي دي چې زیاتره پکې د باړې او تیرا دي.

یاده دې وی چې د خېبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې د تیرې اوږدې مودې راهیسې د لشکر اسلام وسلوالې ډلې پرضد پوځي عملیات روان دي او وخت نا وخت پکې داسې پیښې رامنځ ته کېږي.
XS
SM
MD
LG