د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (د بنو او وزیرستان هنرمندان او د هغوی ستونزې)


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.


په دې خپرونه کې د خيبر پښتونخوا په بنو کې د سندرغاړو د هنري فعاليتونو او ورته د پېښو ستونزو په اړه اورئ.

د سیمې شاعر افګار بخاري وايي، د امنیتي ستونزو له کبله دوی اوس نه شي کولای چې محفلونه وکړي.

بخاري وايي، د دوی سیمه د دې لپاره مشهوره وه چې خلکو به په څلور لارو کې، په سړکونو، په لارو کې ربابونه او سارندې غږولې.

دی وايي، ((ترهګرو پیل له دې فنکارانو او شاعرانو وکړ.)) د ده په خبره، وسله والو په پیل کې سندرغاړي وژل او شاعران یې ترهول.

دی له حکومته غواړي چې هره طریقه وي خو امن دې راولي.

په بنو کې د موسیقۍ استاد معراج وايي، د دوی په سیمه کې ماحول داسې شوی دی چې په ډېره ازادانه توګه محفلونه نه شي جوړولای.

د شمالي وزیرستان سندرغاړی عبدالرحمان درپه خېل وايي، په پلرني ټاټوبي کې یې پر موسیقۍ بندیز دی خو په بنو او شا و خوا سیمو د خلکو ښادۍ په خپلې موسیقۍ ښایسته کوي.

له دې درو کسانو سره نورې خبرې هم په خپرونه کې واورئ.

د سندرو امېل په خپرونه کې د بنو او وزیرستان د سیمې سندرې هم شته چې تاسې یې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:20:55 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG