د لاسرسي ځای

د ترکمنستان ولسمشر ازبکستان ته تللی دی


د ترکمنستان ولسمشر قربان ګولي بیردي محمدوف نن له ګاونډي هیواد ازبکستان نه خپل دوه ورځنۍ سفر پیل کړ.
د بیردي محمدوف دفتر ویلي د دواړو هیوادونو ولسمشران به د دوه اړخیزو اړیکو ،د ګیس او توانایۍ په برخه کې د همکاریو ، چین ته د ګیس د ټرانسپورټ او د منځني ختیځ د حالاتو په اړه خبرې کوي.
د ترکمنستان او ازبکستان ولسمشران به له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د منځني ایشیا امنیت ته د ورپیښو ګواښونو په باب هم خبرې کوي.
XS
SM
MD
LG