د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو رسد وړونکو ټرانسپورټرانو د کروړونو روپو تاوان کېږي


د پاکستان تحریک انصاف ګوند له خپلو ملګرو ګوندونو سره له پېښوره په افغانستان کې ناټو پوځیانو ته سامان وړونکو ګاډو پر مخ لار تړلې ده.

پراګ - د پاکستان تحریک انصاف ګوند له خپلو ملګرو ګوندونو سره له پېښوره په افغانستان کې ناټو پوځیانو ته سامان وړونکو ګاډو پر مخ لار تړلې ده.


تحریک انصاف دا ګام تر هغې وروسته واخیست چې په هنګو کې د بې پیلوټه الوتکو په حمله کې د حقاني وسله والې ډلې غړي ووژل شول.

د عمران خان په مشرۍ د دې ګوند غړو له پخوا راهیسې د ډرون حملو غندنه کوله.

افغانستان ته سامان وړونکي ګاډي زیاتره د پښتنو دي او هم د دوی کاروبار کوي.

دا ټرانسپورټران وايي چې کله لارې وتړل شي نو د دوی کورنۍ له زښتو اقتصادي او مالي ستونزو سره مخامخېږي.

په دې اړه مې د ټرانسپورټرانو اتحادیې له ویاند شینواري سره مو خبرې وکړې.

د موضوع د حساسیت له کبله شینواري له مشال راډیو غوښتنه کړې ده چې پوره نوم دې یې نه اخیستل کېږي.

له شینواري مې پوښتنه وکړه چې د دوی ټولنه څومره ګاډي لري؟

له ده سره خبرې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:51 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG