د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان سبا له کينيا سره د کرکټ شل اووريزه مسابقه وکړي



ټاکل شوې افغانستان سبا (يکشنبه) په شارجه کې له کينيا سره د کرکټ شل اووريزه مسابقه وکړي.


په عرب اماراتو کې دغه مسابقې د ٢٠١٤م کال شل اووريزو لوبو ته د لار موندنې په هدف روانې دي.

افغانستان پنځو ټيمونو ته په پرله پسې توګه ماتې ورکړې، يوازې يې هالنډ ته يوه مسابقه بايللې ده.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر "نور محمد مراد" مشال راډيو ته وويل؛ چې افغانستان زيات چانس لري د سبا ورځې مسابقه چې له کينيا سره ده، هم وګټي:

ښاغلي مراد وويل چې، افغانستان د ٢٠١٤م کال د شل اووريزو مسابقو ته ورنژدې شوى دى.

د غوراوي د مسابقو په روانه لړۍ کې د افغانستان ټيم هڅه کړې چې؛ ځوانو لوبغاړو ته هم د مسابقې کولو چانس ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG