د لاسرسي ځای

په هند کې پر دوه نیم کلنې افغان ماشو جنسي تېری


هندي چارواکي وايي، د هغې وړې افغانې نجلۍ صحي وضعيت د ډاډ وړ دى چې؛ په نوي ډيلي کې ورباندې جنسي تېرى شوى دى.


د سينهوا خبري اژانس په حواله، پر دې نجلۍ د هغوى په کرايي کور کې تېرى شوى او اوس مهال په روغتون کې بستر ده.

هندي چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط رسنيو ته وويل چې؛ پر دې دوه نيم کلنې افغانې نجلۍ د پنج شنبې په ماښام تېرى شوى دى.

د دوى په خبره، د عاملانو د تعقيب لپاره پراخې هڅې پيل شوي دي.

تر اوسه کوم افغان مقام يا هم په هند کې د افغانستان سفارت په دې اړه څه نه دي ويلي.
XS
SM
MD
LG