د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لویې جرګې اکثریت غړي د امنیتي تړون پلویان ښکاري


د جرګې په دویمه ورځ مو د جرګې له یوشمېر ګډونوالو سره خبرې وکړې؛ دوی ویل چې، د جرګې اکثره غړي له دې سند سره موافق دي او امکان شته چې تایید شي.

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د مشورتي لویې جرګې ګډونوالو په پنځوسو کمیټو کې نن خپلو بحثونو ته دوام ورکړ او د امنیتي سند پنځلس مادې یې وڅيړلې.


د جرګې ګډونوال وایي چې؛ دا سند د افغانستان په ګټه دی او دوی به یې په مسوده کې د یوشمېر بدلونونو په راوستلو سره تایید کړي.

د لویې جرګې ټولو پنځوسو کمېټو ته دنده ورکول شوې چې؛ د جمعې په ورځ له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند د مسودې پنځلس مادې وڅیړي او په دې اړه خپل نظریات څرګند کړي.

دغه سند ټولې شپږوشت مادې لري او داسې ښکاري چې سبا د ورځې په اوږدو کې به یې د ټولو مادو په اړه د جوړو شویو کمیټو بحثونه پای ته ورسیږي.

د جرګې په دویمه ورځ مو د جرګې له یوشمېر ګډونوالو سره خبرې وکړې؛ دوی ویل چې، د جرګې اکثره غړي له دې سند سره موافق دي او امکان شته چې تایید شي.

د جرګې دوو تنو ګډونوالو محمد اسماعیل یون او شهزاده مسعود په دې اړه مشال راډیو ته وویل:

"۱- ځیني خلک کوشش کوي چې؛ دې ته مذهبي رنګ ورکړي، خو اکثریت په دې نظر وو چې؛ دا سند نه له مذهبي ارزښتونو سره ټکر کوي او نه له ملي ګټو سره، دا د افغانستان یو ضرورت دی، خصوصاً د مغرضو ګاونډیو د لاسوهنې د مخنیوي په خاطر باندې دې سند ته ضرورت دی؛ زیات وکیلان همدې ضرورت ته ګوري او فکر کوم نظر به یې مثبت وي.

۲ - دا لس مادې چې وویل شوې، د کمیټې غړو یې په اړه توافق درلود، د افغانستان د ملي ګټو خلاف څه په کې نه وو، د افغانستان په نفع وو او ملي ګټې په نظر کې په کې نیول شوې وې، زه چې د خلکو روحیه ګورم فکر کوم دا سند به تایید کړي."

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په خپل هغه لیک کې چې د لویې جرګې ګډونوال سره دی؛ ویلي، امریکا غواړي چې پاته کیدونکي عسکر یې په استثنایي حالت کې چې د کوم امریکایي ژوند له خطر سره مخ وي؛ د خلکو کورونو ته ننوځي.

د امریکا دا غوښتنه هم د امنیتي سند په مسوده کې ځای شوې؛ خو د جرګې اکثره غړي ورسره مخالف دي.

د لویې جرګې یو ګډونوال محمد عمر احمدزی په دې اړه وایي:

"موږ خارجي سړی د افغانانو کورونو ته نه پریږدو؛ هر هغه ماده چې د اسلام او افغانستان له ګټو سره خلاف وي، موږ یې نه منو."

تراوسه معلومه نه ده چې د جرګې ګډونوال به د دې سند په اړه څه ډول پرېکړه وکړي؛ خو ولسمشر حامد کرزي وایي؛ که دا سند تایید هم شي، دوی به یې له انتخاباتو وروسته لاسلیک کړي.

خو د کرزي د دې خبرو په غبرګون کې امریکایي چارواکو وویل چې؛ بارک اوباما غواړي دا سند د روان میلادي کال په پای کې لاسلیک شي.

جرګه به دوه ورځې نور هم دوام وکړي او د یکشنبې په مازدیګر به د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسیږي.

که چیرې لویه جرګه دا سند تایید کړي؛ نو د ملي شورا تایید ته هم ضرورت لري؛ خو تراوسه معلومه شوې نه ده چې دا سند به څه وخت ملي شورا ته ځي.

افغان حکومت د امریکا غوښتنه رد کړه


افغان حکومت نن یوځل بیا ټینګار وکړ چې امنیت، سوله او عادلانه انتخابات د کابل او واشنګټن ترمینځ د امنیتي تړون د لاسلیکولو مهم شرطونه دي.

افغان حکومت د سپینې ماڼۍ هغه غوښتنه رد کړه چې وايي؛ د کابل او واشنګټن ترمینځ امنیتي تړون باید د روان کال له پای ته رسېدو مخکې لاسلیک شي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنست Josh Earnest پرون وویل امریکا غواړي له افغانستان سره امنیتي، دفاعي تړون ژر ترژره لاسلیک شي څو وکولای شي له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د حضور تخنیکي چارې او پلانونه جوړ کړي:

"د افغان حکومت لپاره مهمه ده چې دا موافقه د روان کال له پای ته رسېدو مخکې تایید او لاسلیک کړي. دا غوښتنه عملي دلایل لري، ځکه په افغانستان کې اوسنی حضور د ناټو تر مشرۍ لاندې دی، نو ځکه د امریکا حکومت په هېواد کې دننه او له خپلو متحدانو سره پلان جوړولو ته اړتیا لري څو دا خبره معلومه کړي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې زموږ حضور څه ډول وي."

خو د ولسمشر ویاند اېمل فیضي د حکومت پر دې دریځ یوځل بیا ټینګار وکړ چې دا تړون به له انتخاباتو وروسته لاسلیک شي.

ښاغلي فیضي فرانسپرس آژانس ته وویل، امنیت، سوله او عادلانه انتخابات د کابل او واشنګټن ترمینځ د امنیتي تړون د لاسلیکولو مهم شرطونه دي. ده زیاته کړه راځئ انتظار وکړو او وګورو چې د دې سند په اړه د لویې جرګې پرېکړې څه دي. فیضي وویل، که لویه جرګه دا سند تصویب کړي، لکه څنګه چې ولسمشر په ډاګه کړې، نو سند به یې له انتخاباتو وروسته لاسلیک شي.

خو د سیاسي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر ساپی وايي د امریکا حکومت د خپلو پلانونو د جوړولو لپاره وخت ته اړتیا لري او ځکه غواړي دا تړون ژرترژره لاسلیک کړي.

د ښاغلي فیضي د څرګندونو په اړه جګپوړو امریکايي چارواکو فرانسپرس آژانس ته ویلي دي چې د راتلونکي ولسمشر لاسلیک ته د دې تړون پرېښودل عملي نه دي. دې چارواکو خبرداری ورکړی چې که د افغانستان او امریکا ترمینځ دا تړون نافذ نه وي، نو په ۲۰۱۴ کال کې د نړیوالوپوځیانو له وتلو وروسته به هېڅ محارب سرتېري په افغانستان کې پاتې نشي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویاندې جېن ساکي هم پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې د افغانستان او امریکا ترمینځ د امنیتي تړون ژرترژره لاسلیک د افغانستان د خلکو لپاره ډېر مهم دی ځکه په داسې حال کې چې انتخابات راروان دي د دې په وینا د راتلونکې په اړه افغانانو ته ډاډ ورکوي او همداراز امریکا او متحدانو ته یې موقع برابروي څو له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د خپل پوځي حضور لپاره په منظم ډول پلانونه جوړ کړي.
XS
SM
MD
LG