د لاسرسي ځای

تازه خبر

''سعودي کفیلانو پیسو رانه خوړلې دي''


په دمام سيمه کې يو کفيل وو. هغه ته به چې کله ولاړو نو هغه به نه وو. دوه هفتې ورته ناست وو چې راشي زموږ کاغذونه سم کړي خو هغه به رانه پټيدو

د خېبر پښتونخوا سوات اوسيدونکې حضرت على چې خپله په سعودي عرب کې يو کمپنې سره کار کوي، وايې د هغه کشر ورور هغه يو شمير نورور مزدورانو په شان له سعودي عربه راوېستل شو چا چې په ازادو ويزو کار کولو.


هغه له مشال راډيو سره په خبرو کې زياته کړه که يو خوا د سعودي عرب حکومت د دوی محنتونو ته ونه کتل نو بلخوا د سعودي عرب کفيلانو ازادې ويزې لرونکو نه د هغوی پيسې هم ايسارې کړې.

ده خپلو خبرو کې په دې اړه خپګان څرګند کړو چې مساپران له پاکستان حکومت ډير ګله مند دي.

''موږ په دې پوهه نشو چې کفيل زما ورور نه شپږ زره رياله په څه واخسته؟ او نه هغه وخت موږ سره دومره وخت وو چې ورسره مو خبره کړې وې. بله دا چې هغوي په سمه خوله خبره نه کوي ، پټېږي هم. لکه زموږ په دمام سيمه کې يو کفيل وو. موږ به په رياض کې کار کولو. دمام ته به کله لاړو نو کفيل پسې به ګرځيدو او هغه به نه وو. دوه هفتې ورته ناست وو چې راشي زموږ کاغذونه سم کړي خو هغه به رانه پټيدو.''

د مساپرانو واپسۍ په اړه مزدورانو حقونو په حقله کارکونکې ادارې د متحده لېبر فيډريشن د خيبر پښتونخوا ارګنايزنګ سيکټري فقير حسين مشال راډيو ته وويل د دوی اتحادیه به ډېر زر به يو اجلاس په دې اړه راغواړي ځکه چې په ملک او په خاصه توګه په خيبر پښتونخوا کې له وړاندې بې روزګاري سېوا شوې ده.

،، دا ډيره اوږده مسله ده صرف دا کسان نه نور به هم هغوی روباسي. دلته به د بې روزګارو يو لوی پوځ جوړ شي کوم به چې صوبې لپاره هم يو مسله وي. په دې لړ کې زموږ مرکزي فيډريشن د دې مياشتې اخره کې يو اجلاس راغوښتی دی. په صوبه کې به هم يو اجلاس کيږي او خپلې هلې ځلې به کوو. سعودي حکومت ته هم زموږ دا خواست دی چې زموږ ملک غريب دی که دلته د روزګار ذرايعې موجودې وې نو دوی به هلته مزدوري ته نه درتلل. خو افسوس يو دا هم دی چې پاکستان کې څومره حکومتونو راغلل خو هغوی د روزګار لارې پيدا کولو لپاره څه ونکړل،،

د عوامي نېشنل ګوند سېنېټر زاهد خان وايې د تيرو پنځه شپږو مياشتو نه دا خبره راروانه ده خو پاکستان حکومت د مساپرانو دا مسله هوارلو کې هېڅ څه پرمختګ ونکړ.

،، په دې لړ کې نه د مرکزي حکومت کردار ښه دی او نه د صوبايي. او موږ په سېنېټ کې يو قرار داد هم وړاندې کړی دی. او موږ په دې خبره زور اچوو چې خارجه چارو وزير اسمبلۍ ته راشي موږ ته ووايي چې دوی څه هلې ځلې کړې دي. تر اوسه داسې هېڅ نه ښکاري چې دوی د سعودي عرب حکومت يا يې سعودي خارجه چارو وزير سره څه خبرې اترې کړې وي چې د دې مسلې څه حل روباسي. نو که څه حل راونځي او زموږ صوبه کې بې روزګاري زياته شوه او ترهګرې اړخ ته چې کوم خلک مايل دي نو دا به نور هم زيات شي او ذمه وار به يې دا حکومتونه وي،،

کله چې مشال راډيو په دې اړه بهر ملکي پاکستانيانو لپاره کارکونکې محکمې اوورسيز پاکستانيز فاونډيشن ايګزيکټو ډاريکټر محمد يار بټر سره رابطه وکړه نو د هغه وينا وه کوم مساپران چې واپس راروان دی هغوی په سمه طريقه نه وو تللی نو حکومت سره خو دوی يا داسې نورو لپاره لا داسې څه سمدستي پروګرام نشته خو د دوی په اړه زموږ وزارت مالومات راغونډوي نو د هغې په رڼا کې به بيا مخکې حکومت څه قدم اوچتوي.

،، پاکستان حکومت په دې لړ کې د بهرنيو چارو وزارت په ذريعه رابطه کړې ده چې سعودي عرب کې کارکونکو ته بيا روزګار ورکړل شي. دا وخت پاکستان د خلکو د روزګار شرح زياته ده، مواقعې ورته هم زياتې دي. هر کال له څلورو تر شپږو لاکو پورې خلک بهر ځي. دا اندازه خو راته شته چې د بهر تلو لپاره دوی ته به د نوکرو مواقعې وي خو چې په کومه شرح سره دوی راروان دي دومره به ورته نه وي. نو حکومت په دې لړ کې خپله يو کړنلاره به جوړي او ځکه موږ د دوی ريکارډ هم جمع کوو،،

د ذکر ده پاکستان د خارجه چارو وزارت ترمخه څلور پنځوس زره پاکستانيان له سعودي عربه واپس راغلي دي او تر اته لاکو پورې مزدورانو نوکريانې پخې شوې دي.
XS
SM
MD
LG