د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د ولایتي شوراګانو د نوماندانو د لېست د بیا کتنې غوښتنه


په خوست کې د راتلونکو ټولټاکنو له پاره د ولایتي شوراګانو له لست څخه یو شمېر حذف شوي یا لیري شوي نوماندان د دوی په اړه د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون پریکړې شفافې او رڼې نه ګڼي،

په خوست کې د راتلونکو ټولټاکنو له پاره د ولایتي شوراګانو له لست څخه یو شمېر حذف شوي یا لیري شوي نوماندان د دوی په اړه د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون پریکړې شفافې او رڼې نه ګڼي، دوی وړاندیز کوي چې د شکایتونو کمیسیون دې د پاتو نوماندانو شکایتونه له سره وڅیړي.


په خوست کې په راتلونکو ټولټاکنو کې د ولایتي شورا له پاره یو شمېر نوماندان وايي، چې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون وروستۍ لېست او د شکایاتو کمیسیون څیړنې عادلانه نه دي، بلکې د نهايي لېستونو په اعلان کې يې روابط پاللي او هم يې د یو شمېر سیاسي ملاحطاتو پر بنسټ د ځینو کسانو نومونه ایستلي دي.

دوی ګواښ کوي، که چیرې نوموړي کمیسیونونه دوی ته مناسب د لایل وړاندې نه کړي او قناعت يې حاصل نه شي، نو لاریونونه به وکړي او خپل پلویان به په ټولټاکنو کې له ګډون نه راوګرځوي.

شفیق مجاهد چې اوسمهال د ولایتي شورا غړی دی او په راتلونکو ټولټاکنو کې د ولایتي شورا له پاره يې نوم له نوماندانو له لېسته حذف شوی، مشال راډیو ته وویل، د شکایتونو خپلواک کمیسیون ورته ویلي، چې ستا په کارتونو کې دوه فیصده ستونزه ده، خو اوس هغه کسان لېست ته پورته شوي، چې شپاړس فیصده يې ستونزې درلودې، ولې د دوه نوم د نوماندانو له لېست څخه غورځیدلی دی:

((زه شفیق مجاهد یم برحاله په ولایتي شورا کې کاندید یم، ما پنځه کاله د ولایتي شورا وکیلتوب په خوست کې کړی دی، حتا چې یو کال زه رئیس پاتې شوی یم، اوس چې کوم لېست انتخاباتو کمیسیون خپور کړی وو، هغوی موږ له لېسته غورځولي یو.موږ چې کله د شکایاتو له کمیسیون سره کېناستو، موږ ورته وویل که تاسو سره سم دلیل درسره وي نو موږ دې له لېسته لویدلي وو، خو دوی راته وویل، چې ته یوازې دوه فیصده په کارتونو کې مشکل لرې، په دا لېست کې چې اوس خپور شو داسې کسان په کې راووتل، چې اته او شپاړس فیصده مشکل يې درلودل، ما چې دوه فیصده مشکل درلودل زه پاتې شوی یم او په لېست کې نه یم، تر څو چې موږ ته سم قناعت رانکړي، نو موږ به مظاهرې وکړو.))

د ولایتي شورا رئیس سیدکریم خان خاکسار هم په هغو کسانو کې دی، چې د نوماندانو په نوي لیست کې يې نوم نشته، هغه مشال راډیو ته وايي که دوی ته قناعت ورنکړل شي، نو انتخاباتو له بهیر سره به پریکون اعلان کړي او خپلو پلویانو ته به په ټاکنو کې د ګډون اجازه ورنکړي:

((د انتخاباتو کمیسیون وايي، چې د دوی کارتونه په سیسټم کې نشته، موږ کارتونه پسې راوړل چې دا کارتونه خو موږ نه دي جوړ کړي دا هم د انتخاباتو کمیسیون جوړ کړي دي، دا خو زموږ ملامتیا نه ده، اصلاً د انتخاباتو کمیسیون او د شکایاتو کمیسیون چې کومې وعدې د خلکو سره کړې وې، دوی د نوماندانو په شکایتونو سم غور و نه کړ، یوازې سرسرکي وار یې پرې تېر کړ.که دوی موږ ته قناعت بخښونکی ځواب رانکړي، نو موږ مجبور او مکلف یو، چې خپلو پلویانو ته اعلان وکړو، چې دوی د ټولټاکنو په بهیر کې ګډون و نه کړي.))

تعویذ خان اسد وايي، چې د شکایاتو کمیسیون دې په خپله پریکړه له سره فکر وکړي:

((زه تعویذ خان اسد د خوست ولایت اوسیدونکی یم، ولایتي شورا ته کاندید وم، د انتخاباتو له کمیسیو نه او د شکایاتو له کمیسیون نه زموږ دا غوښتنه ده، چې دوی د په شفاف ډول بیا څېړنې وکړي ځکه دوی شفافیت نه دی کړی، دا کومه فیصله چې انتخاباتو کمیسیون کړې ده هغه هم غلطه ده، دوی دې له سره څیړنې وکړي.زموږ زړونه داسې مات شول، چې هېڅ ما ته ځان د افغانستان نه ښکاري، زه داسې فکر کوم چې یا د پنجاب یم او یا د انډیا یم، ما ته ځان د افغانستان نه ښکاري دومره يې زموږ زړونه مات کړل.))

بل خوا د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون مسئولین وایي، د هرکاندید په هکله چې دوي ته شکایتونه رسیدلي، په پوره دقت یې څیړل شوي او بیا یي په هکله پریکړې شوي دي.
د دې کمیسیون ویاند نادر محسیني مشال رادیو ته وویل، دوي حاضر دي چې؛ له خپلو پریکړو څخه دفاع وکړي:

"د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون حاضر دی چې؛ د خپلو اعمالو او فعالیتونو په هکله، هر وخت کاندیدانو ته ځواب ووایي، موږ چې هرڅه کړي، د اسنادو او شواهدو پر اساس مو کړي دي."
د یادونې وړ ده، د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون چارواکیو ویلي، دوی دا حق لري چې د انتخاباتو تر ورځې هم د کاندیانو په لېست کې بدلون راول، خو ټینګار کوي، چې د کاندیدانو دا اعلان شوی لېست وروستی دی او د دې امکان نشته، چې کوم کاندید دې په کې زیات شي.
XS
SM
MD
LG