د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان لخوا ترهګرۍ ضد جګړه پوښتنې او اندېښنې زېږوي


له وسله والو ډلو سره د اسلام اباد د پخوانیو اړیکو له کبله شنونکو پر پاکستان تور پورې کړ چې په دې جګړه کې له ((دوه مخې)) تګلارې کار اخلي، خو پاکستان تل له دې توره انکار کړی دی.

په امریکا کې د بهرنیو اړیکو جرګې یا کونسل ان فارن رېلېشنز په څېړنیز رپورټ کې راغلي دي، کله چې د سېپټېمبر ۱۱مې تر پېښو وروسته د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه پیل شوه نو پاکستان هم په دې جګړه کې د امریکا ملګری شو. خو له وسله والو ډلو سره د اسلام اباد د پخوانیو اړیکو له کبله شنونکو پر پاکستان تور پورې کړ چې په دې جګړه کې له ((دوه مخې)) تګلارې کار اخلي، خو پاکستان تل له دې توره انکار کړی دی.


د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان د ژمنتیا په اړه غربي اندېښنې هغه وخت زیاتې شوې چې د ۲۰۱۱ز کال د مې په میاشت کې امریکايي سرتېرو د القاعده مشر اسامه بن لادن په اېبټ اباد کې وواژه.

څېړنیز رپورټ وايي، په پاکستان کې بېلا بېلې وسله والې ډلې دي. یو ډول ډلې فرقه ییزې دي. لکه سپاه صحابه پاکستان، لشکر جنګوي او د شیعه ګانو تحریک جعفریه.

بل ډول د هند ضد کشمیر پلوه ډلې دي چې په اړه یې داسې فکر کېږي چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې آی اېس آی ملاتړ ورته تر لاسه دی. په دې ډلو کې، لشکر طیبه، جیش محمد او حرکت المجاهدین شامل دي.

یوه ډله د افغانستان د طالبانو ده چې د ملا عمر تر مشرۍ لاندې کار کوي او په اړه یې باور دی چې په کوټه کې مېشته ده.

د القاعده او د دې ملګرو وسله وال هم په پاکستان کې مېشت دي.

او وروستۍ ډله د پاکستانیو طالبانو ده. تحریک طالبان پاکستان اصلاً د بېلا بېلو وسله والو ډلو یو اتحاد دی چې مشري یې ملا فضل الله کوي.

د دې وسله والو ډلو د حملو له کبله په پاکستان کې په زرګونه ولسي وګړي، پوځیان، پولیسان او نور امنیتي سرتېري وژل شوي او ټپي شوي دي.

د امریکا کونسل ان فارن رېلېشنز څېړنیز رپورټ وايي، پاکستاني پوځیان هڅې کوي چې پر خپله خاوره هغه وسله وال ووژني چې زیاتره وخت یې دوی په نښه کړي دي. ځینې کارپوهان وايي، اصلاً د پاکستان دولت او د وسله والو ډلو تر منځ خونړۍ جګړه په ۲۰۰۷ز کال کې په اسلام اباد کې د سره جومات تر عملیاتو وروسته پیل شوه. دا کار پوهان وايي، د سره جومات تر عملیاتو وروسته ځینې هغه پاکستانۍ وسله والې ډلې د پوځ دښمنې شوې چې پخوا ورته د ریاست یا دولت ملاتړ تر لاسه وو. همدې وسله والو په ۲۰۰۹ز کال کې، په راولپېنډۍ کې د پاکستان پوځ مرکزي دفتر په نښه کړ. پوهان وايي، له همدې سره د پوځ، آی اېس آی او وسله والو تر منځ د اړیکو نوی دور پیل شو.

رپورټ وايي، که څه هم د پاکستان پوځ پر خپله خاوره د وسله والو پر ضد جنګېږي، خو شنونکي وايي، د هغو ډلو ملاتړ او مرسته کوي چې دوی یې په افغانستان او هند کې د خپلو سټراټیژیکي ګټو لپاره استعمالوي؛ لکه د حقاني وسله واله ډله.

د دې ډول وسله والو پر وړاندې د امریکا بې پیلوټه الوتکو له لارې جګړه پیل شوه خو دا لا نه ده مالومه چې ایا دا حملې به تر ۲۰۱۴ز کال وروسته هم روانې وي او که نه؟ د امریکا استخباراتي ادارې سي آی اې پخوانی کار کوونکی او شنونکی بروس ریډل وايي، که د بې پیلوټه الوتکو حملې ودرېدې نو القاعده به په پاکستان کې ډېر ژر بیا سر پورته کړي. د ده په خبره، د القاعده ملګرې ډلې لکه طالبان او لشکر طیبه به دا بیا ژر جوړه کړي.

رپورټ زیاتوي، د پاکستان له خوا د ترهګرۍ پر ضد هڅې په نړیواله توګه د بشري حقونو د ادارو له خوا هم تر پوښتنو لاندې راځي. لکه د بښنې نړیوالې ادارې امنیتي ځواکونه تورن کړي دي چې د قبایلي سیمو اوسېدونکي ځوروي، عدالت ته تر وړاندې کېدو مخکې یې وژني او د هغوی خوښې خلاف یې په بند کې ساتي.

اېمنسټي انټرنیشنل وايي، پاکستاني امنیتي ځواکونه خبریالان او د بشري حقونو فعالان هم ورکوي.
XS
SM
MD
LG