د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې د جان اف کنېډي د پنځوسم تلین مراسم


په پام کې ده چې نن د جعمې په ورځ به د امریکا د پخواني ولسمشر جان اف کنېډې John F Kennedy د وژل کېدو د پنځوسم تلین په مناسبت د امریکا د دولتي ودانیو له پاسه ملي بیرغونه نیم ځوړند وي.


ولسمشر بارک اوباما پرون د ویر د مراسمو امر ورکړ، ویې ویل چې، کنېډې او د امریکا په تاریخ کې د ده تلپاتې مقام ته د درناوي لپاره د تلین دا مراسم ضروري دي.

جان کنېډې د ۱۹۶۳ کال د نوامبر په ۲۲مه نېټه په ډالاس ښار کې په ډزو ووژل شو.

یوه دولتي کمیسیون هغه مهال اعلان وکړ چې د "لي هاروي اوسوالډ" Lee Harvey Oswald په نوم یوه تورن کس د انفرادي اقدام په ترڅ کې کنېدې وژلی دی؛ خو ډېرشمېر امریکايان په دې باور دي چې؛ کنېډې د یوې پېچلې توطئې قرباني دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG