د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د ځوانانو له پاره د کمپیوټر او انګلیسي ژبې وړیا زده کړې


د نوي ټکنالوژي زده کړه او کارونه د دې عصر ضرورت دی او ځوانان بايد په یاده برخه کې داسې مهارتونه تر لاسه کړي، چې خپله ټولنه د سوکالۍ او پرمختګ پر لوري بوځي.

د نوي ټکنالوژي زده کړه او کارونه د دې عصر ضرورت دی او ځوانان بايد په یاده برخه کې داسې مهارتونه تر لاسه کړي، چې خپله ټولنه د سوکالۍ او پرمختګ پر لوري بوځي.


دا څرګندونې تېره ورځ یو شمېر ځوانانو مشال راډیو سره هغه مراسمو کې وکړې، چې د لنکن ښوونیز مرکز کې د کمپیوټر او انګلیسي ژبې د زده کړو له پروګرام څخه د فارغینو د بري لیکونو د وېش په مناسبت جوړ شوي ول.

نوموړي ځوانان وايي، چې دوی په یاد مرکز کې په وړیا ډول زده کړې ترلاسه کړي او کولای شي له یوې خوا په انګلیسي ژبه خپل ضرورتونه پوره کړي او تر څنګ يې د کمپیوټر ځني مهم پروګرامونه هم زده کړي دي:

((نوم مې میوند دی په دې دوره کې مې د کمپیوټر په برخه کې زده کړې کړي دي، دا ډېر ښه پروګرامونه دي ځکه دا عصري تکنالوژي ده، افغانستان دې تکنالوژۍ ته ضرورت لري او نورو موسساتو څخه مو هم غوښتنه دا ده، چې دې ته ورته پروګرامونه دایر کړي.

زما نوم فیض الله دی، زه تقریباً یوولس میاشتې کیږي، چې د انګلېش کورس وایم، زه اوس کولای شم، چې په انګلېش خبرې وکړم او په کمپیوټر هم څه نا څه کار کولای شم.
زه بهارالدین نومېږم او د متون د خلیسې کلي اوسیدونکی یم، ورډ پروګرام، پاورپاینټ پروګرام ، اکسېل او نور ټول پروګرامونه يې راته وښودل، دا ټول يې موږ ته په وړیا ډول وښودل، نورو خوست میشتو څخه مې هم دا غوښتنه دا ده، چې ځوانانو له پاره دا ډول د وړیا زده کړو زمینه برابره کړي.))


د لنکن ښوونیز مرکز سیمه ییز مسوول نصیر احمد روښان مشال راډیو ته وویل، چې د یاد پروګرام په یوولسمه دوره کې ۱۸۰ تنو زده کړې ترلاسه کړي او دوی به نوموړي پروګرامونه روان وساتي:

((د لنکن ښوونیز مرکز په یوولسمه دوره کې ۱۸۰ تنه ځوانان فارغ شول، په دې ترتیب د فارغو شویو ځوانانو شمېر ۲۳۸۰ تنو ته ورسیده، هر ښوونیز پروګرام چې په دې کې د کمپیوټر پروګرامونه تشریح کیږي، خوا او شا شپږ میاشتې وخت نیسي، د شپږو میاشتو په پوره کیدو سره ځوانان کولای شي، چې د کمپیوټر له ابتدايي پروګرامونو سره بلدیت ومومي، په همدې ترتیب سره لنکن ښوونیز مرکز د انګلیسي ژبې د زده کړې پروګرامونه هم لري، چې لس میاشتې وخت نیسي.))

د نظر خاوند عزیزالله ځلاند وايي که د ټولنې شتمنو او بې وزله طبقو ته په یو ډول د زده کړو زمینې برابرې شي، نو په ټولنه کې به د خلکو تر منځ د بیلتون کرښې کرار، کرار له منځه ولاړې شي:

((زما یقین دی، که چیرې جهانیان زموږه سره مرسته وکړي او زموږ د چارو مسوولین همداسې پروګرامونو ته ادامه ورکړي، په ټولنه کې به طبقاتي کرښې کمزوري وي، ځکه غریب خلک به هم وکولای شي، چې علم ته لاسرسۍ ولري او د بیلتون کرښې به ورو په ورو په کمېدو باندې شي.))

د یادونې وړ ده په خوست کې یو شمېر نور مدني او ټولنیز بنسټونه هم شته، چې په ځانګړي ډول هغو ځوانانو ته چې کورنۍ اقتصاد يې کمزوری وي، په وړیا ډول زده کړې ورکوي.
XS
SM
MD
LG