د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: څلورو چاودنو پنځه تنه وژلي ګڼ ژوبل


کوټه: چاودنو پنځه تنه وژلي ګڼ ژوبل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:58 0:00

په کوټه کې بمي چاودنو پنځه ولسي وګړي وژل شوي او د پولیسو د سرتېرو په شمول يې شاوخوا دېرش تنه نور ټپيان کړي دي.

د بلوچستان په سرښار کوټه کې د چارشنبې په شپه او د پنجشنبې پر سهار په څلورو بېلابېلو چاودنو کې پنځه تنه وژل شوي او تر دېرش زیات وګړي يې ټپيان کړي دي. د دريو چاودنو مسوولیت بلوڅ بېلتون غوښتونکو خو د څلورمه هغې تر اوسه کومې ډلې قبول کړی نه دی.


په کوټه کې د چارشنبې په شپه او د پنجشنبې په سهار په بېلا بېلا چاودنو کې پنځه ولسي وګړي وژل شوي او د پولیسو د سرتېرو په شمول يې شاوخوا دېرش تنه نور ټپيان کړي دي. د ښار په سټيلايټ ټاون سیمه کې بړېڅ نومي مارکېټ ته څېرمه د جمعرات په سهار يوې چاودنې درې تنه ووژل او درويشت نور يې ټپيان کړل. چې په ټپیانو کې د پولیسو درې سرتېري هم شامل وو. د امنيتي چارواکو په خبره چاودنه د پاکستان د سرحدي ځواک يا ملیشه ځواکونو يوې پوستې ته نيژدې شوې، خو قربانيان يې اولسي وګړي دي. تر چاودنې وروسته يې ټول مړي او ټپيان د کوټې سنډيمن روغتون ته راوړل چې هم هلته د شاه ولي په نامه يو ټپي د چاودنې د سترګو لیدلی حال له مشال راډيو سره داسې شریک کړ.

؛ زه ده بړېڅ مارکېت مخې ته يوه رېړۍ دروم او وريځې په کې خرڅوم. زه له رېړۍ تر هابلې غاړې ته يوې بلې رېړۍ ته ورغلم، تر څو له هغه څخه د وريځو موساله (انچور) راواخلم. چې بېرته راتلم نو د لرګيو له ټال سره پټاو وشو، زما په پښه کې يوه پورزه ولګېده. خو زه په ځان نه پوهېدم. چې مارکېټ ته ځننه راغلم نو ډزي هم شروع شوې. ماچې خپلې پښې ته وکتل نو له پښې څخه مې وينې روانې وې. بیا زه د تره زوی چې چينګچي رکشه چلوي، هغه په رکشه کې دلته روغتون ته راوړم؛.

د ټپيانو او مرستندويه ډلو د کارکوونکو په خبره تر چاودنې وروسته ډزي هم شوې، چې د ځينو سرچينو له مخې ترچاودنې وروسته د ملیشه ځواکونو له سرتېرو څخه په وارختايي کې شوې.


بلوڅ بيلتون غوښتونکي ملتپال نه بلکې ترهګر دي!


د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر سرفراز بګټي په سنډيمن روغتون کې له رسنيو سره په خبرو کې وویل په دې چاودنه کې درې تنه وژل شوي او درویشت نور ټپیان شوي دي. د بګټي په خبره ددې ډول اکثره پېښو پړه بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې قبولوي، چې دده په خبره هغوي ملتپال نه بلکې ترهګر دي.

؛ ددې ډول پېښو د مخنيوي لپاره موږ هره ورځ کښېنو او غونډې کوو. موږ له ملیشه ځواکونو او امنيتي سرتېرو سره په پوره تماس کې يو. تاسو وګورئ چې زموږ پولیسو په لسم محرم باندې څومره ښه امنيتي تدابیر نيولي وو، او په خیريت سره هر څه وشوو. ترکومه ځايه چې ددې چاودنو خبره ده نو دې ته زه د چاودنو يوه لړۍ ویلای شم، چې اکثره يې مسوولیت بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې قبولوي. چې زه هغوي ته قوم پرست نه وايم بلکې هغوي ترهګر دي؛.

تردې وړاندې د چارشنبې او پنجشنبې په منځۍ شپه په شاوخوا لس دقیقو کې درې پرله پسې چاودنې وشوې، چې د پولیسو په خبره دوه تنه يې وژلي او شپږ نور يې ټپیان کړي دي. د پولیسو د ډي آيي جي انویسټيګيشن مبین احمد په خبره لومړنۍ او دوومه چاودنه په سرکي سړک له انډسټریل پولیسو تاڼې سره څېرمه او درېيمه هغه يې بیا په موتي رام سړک شوې، چې په درې واړو چاودنو کې دوه تنه اولسي وګړي ووژل شوو، او شپږ نور يې ټپیان کړل. د چارشنبې د شپې ددې درېواړو چاودنو مسوولیت بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې يوناييټيډ بلوچ آرمي قبول کړی خو د بړېڅ مارکېټ د چاودنې مسوولیت تراوسه لا هم کومې وسله والې ډلې قبول کړی نه دی.

بلوڅ وسله والې ډلې له پاکستانه خپلواکي غواړي


له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهیسې د بلوڅو ځينو ملتپالو مشرانو د بلوچستان د خپلواکۍ يا آزادۍ وسله واله مبارزه پېل کړې ده. چې د بېل بېل بلوڅ ملتپالو په مشرۍ کې يې يو شمېر وسله والې ډلې د صوبې د سرښار کوټې په شمول په بلوڅ مېشتو سیمو کې فعاله دي. دې وسله والو ډلو د خپلې مبارزې په لومړيو شپو کې په بلوچستان کې ميشت د پنجاب ایالت د اوسېدونکو پر ضد ټارګټ کیلنګ يا هدفي وژنې پېل کړې. چې په لسګونو سرکاري چارواکي،ښوونکي، خیاطان/ درزیان، نايان او مزدوران يې په هدفي وژنو يا بمي چاودنو کې ووژل. له دې سره دې وسله والو ډلو د بلوچستان په بېلا بېلو سیمو کې پر پاکستاني پوځ، ملیشه ځواکونو، پولیسو او نورو امنيتي ډلو په وار وار بريدونه کړي، او په سلګونو د امنيتي ځواکونو سرتېري يې وروژلي او ټپیان کړي دي. د پاکستان حکومت هم په بېل بېل سیمو کې ددې وسله والو ډلو پر ضد عملیات کړي، او ددوي وسله وال يې هم وژلي دي. له دې سره ډېری بلوڅ سیاستوال بیا د پاکستان پر حکومت او استخباراتي ادارو دا تور هم لګوي، چې دوي په زرګونو بلوڅ تری تم کړي، او د شاخوا شپږ سوه کسانو يې بیا په مرميو سوري او خراب شوي مړي موندل شوي دي. خو د پاکستان استخبارات او حکومت دا تورونه ردوي.

نوی حکومت له همدې وسله والو سره خبرې کوي


په پاکستان کې د يوولسم مۍ تر ټول ټاکنو وروسته په بلوچستان کې د پاکستان مسلم لیګ ن، بلوڅو او پښتنو ملتپالو سیاسي ګوندونو ګډ حکومت جوړ شو. دې حکومت په لومړيو ورځو کې دا اعلان وکړ چې له ټولو وسله والو يا ناراضه بلوڅو سره به خبرې کوي، او د خبرو له لارې به د بلوچستان ستونځه هواروي. ددې صوبې نوي ټاکل شوي وزیراعلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ يوه مياشت وړاندې ددې خبرو د نيټې اعلان وکړ او ويې ویل چې د روان کال په ډیسمبر میاشت کې به د ټولو سیاسي ګوندونو یو ګډ کنفرانس راغواړي او ورسره به د بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو مشرانو ته هم د ګډون خواست کوي.
XS
SM
MD
LG