د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ترافیکي پېښه، ۷ تنه مړه


نن د پنجشنبې په سهار شاوخوا اته بجې د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پيښې له امله اوه تنه وژل شوي او دوه تنه ټپیان شوي دي.


د دغه ولایت د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي مشال راډیو ته وویل، د بهسودو ولسوالۍ اړوند په ثمرخیلو سیمه کې د تورخم- جلال اباد پر لویه لاره د یو ټیلر او سراچه ډوله موټر د ټکر له امله په سراچه موټر کې اوه تنه وژل شوي او په ټیلر کې دوه تنه ټپيان شوي دي.

نوموړي دپيښې علت د ټيلر موټر بې احتیاطي په ګوته کوي.

یاده دې وي، چې د تورخم جلال اباد لويي لارې پر سر وخت ناوخت دغه ډول ترافیکي پيښې رامنځ ته کیږي، چې موټر چلوونکي يې لامل د سړک تنګوالی په ګوته کوي، خو چارواکي يې د موټر چلوونکو بې احتیاطي په ګڼي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG