د لاسرسي ځای

تازه خبر

هنګو کې ډرون برید د حقاني شبکې مشکوک غړي وژلي


داسې راپورنه هم دي چې په دې برید کې د مدرسې دوه استادان مولوي احمد جان او مولوي حمیدالله هم وژل شوي دي خو چارواکي یې پخلی نه کوي.

د خېبر پښتونخوا په هنګو کې ډرون بریدونو د حقاني شبکې پر یو مدرسې په برید کې اته تنه وژلي او درې نور ژوبل دي.


د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، چې برید نن د پنجشنبې پر ورځ د ټل تحصیل، ډنډوره کېمپ پر مفتاح القران مدراسه شوی دی.

د نامه نه ښودلو په شرط یوه امنیتي چارواکي مشال راډیو ته وویل چې په مدرسه کې ۱۵ کوټې دي خو په دغه برید کې یوازې یوې کوټې ته زیان رسېدلی دی.

دی زیاتوي چې وژل شوي کسان په یوه کوټه کې پراته ول چې توغندي پرې ولګېدل او هلته یې ټول کسان ووژل. په دې برید کې پنځه تنه پر هغه ځای وژل شوي او یوه یې روغتون ته په لاره ساه ورکړې.

چارواکي وايي، ډېری وژل شوي کسان د افغانستان وګړي دي.

امنیتي سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط د مشال راډيو خبریال ته په ډرون برید کې د وژل شویو کسانو نومونه ښودلي.

۱- مولوي احمد جان د سراج حقاني شبکې څانګړی سلاکار او پاڼګه ټولوونکی

۲- مولوي حمید الله افغاني د حقاني شبکې ځانګړی سلاکار

۳- مولوي عبدالله افغاني

۴- مولوي عبدالرحمان منګل

۵- کریم خان


داسې راپورنه هم دي چې په دې برید کې د مدرسې دوه استادان مولوي احمد جان او مولوي حمیدالله هم وژل شوي دي خو چارواکي یې پخلی نه کوي.

بل خواه په مدرسه کې موجود ځینو کسانو د مولوی حمید الله د وژنې پخلی کړی خو مشال راډیو ته یې دا هم ویلي چې مولوي احمد جان د ډرون برید پر وخت هلته موجود نه وو.
او وايي په برید کې یوازې ۵ کسان مړه شویدی.

مولوی احمد جان او مولوی حمیدالله په افعانستان کې له حقاني وسله والې ډلې سره تعلق لري او په دا ډله کې مهم غړي بلل کېږي.

د مفتح القران په دې مدراسه کې ۲۲۵ زده کونکي سبق وايي خو د ترلاسه شویو مالوماتو له مخې د ډرون برید په وخت په دې مدراسه کې تر۸۰ پورې زدکوونکې موجود ول.

یاده دې وي چې په ضلع هنګو کې دا لومړی او په خیبر پښتونخوا کې دویم ډرون برید دی.
تر دې وړاندې په ۲۰۰۸ کال کې د خیبر پښتونخوا د بنو په جاني خېلو سیمه کې پر یو کور ډرون برید شوي وو، چې پکې یو شمېر مشکوکو وسلوالو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.

پاکستان د ډرون بریدونو خلاف د غږ پورته کولو په ترڅ کې وايي چې دا د دوی د خاورې د خودمختارۍ خلاف دی خو امریکا وايي چې د مهمو ترهګرو په نښه کولو لپاره دا بریدونه ضروري دي.
XS
SM
MD
LG