د لاسرسي ځای

تازه خبر

نورو ژبو ته د پښتو کتابونو ژباړه زیاته شوې


کراچۍ: په دې ورستیو کې که له یوې خوا د نورو ژبو څخه پښتو ژبې ته د کتابونو ژباړې زیاتې شوې نو ورسره ورسره د پښتو ژبې یو شمیر کتابونه نورو ژبو ته هم ژباړل شوي دي.

په کراچۍ کې څو میاشتې مخکې د خدایې خدمتګار تحریک په نامه کتاب چې په سلګونو مخونو مشتمل و، ادرو ته ژباړل شوې او ډېرو خلکو خوښ کړی دی.


د دې ترڅنګ د نورمحمد تره کي،طاهر افریدي او نورو لیکوالانو ځینې ناولونه او افسانې[لنډې کیسې] نورو ژبو ته ترجمه شوي دي.

شاعر او لیکوال پروفیسر ماښام خټک وایي، د ترهګرۍ ضد جنګ له پېلېدو راهیسې د پښتو کتابونو نورو ژبو ته د ترجمې رجحان زیات شوی دی:

''که موږ وګورو نن سبا د پښتنو خاوره د نړیوالو لپاره د توجه مرکز دی. د دې ځای یو خبر له نړیوالې میډیا هم خبر وي. د دې ځای په ژوند ژواک ځان پوهه ول اوس د نورو خلکو ضرورت دی او همدا وجه ده چې د پښتو ځینې ښه کتابونه نورو ژبو ته د ترجمه کیدلو رجحان زیات شوی دی''

د کراچۍ میشته پښتون کیسه لیکونکی طاهر افریدي ځینې کتابونه نه یوازې اردو ژبې ته ترجمه شوي،بلکې نوموړي ځینې د پښتنو په ټولنیزو موضوعاتو ناولونه او افسانې په اردو ژبه کې لیکلي دي.

''په ۱۹۸۲ کې په اول ځل ما په اردو ژبه کې د پښتنو په موضوعاتو ((دیدن)) کتاب ولیکلو، هغه وخت د افغانستان حالات تازه تازه خراب شوي و، هغه کتاب ډېر لوستل شوی و، د کتاب د چاپ نه څو ورځې روسته ماته د ډیلي یونیورسټۍ نه یو لیک راغلو، هغې پروفیسر لیکلي و چې ما شل ژبې لوستلې دي خو په لمړي ځل مې پښتو په اردو کې ولوستله او د پښتون قام له ژوند ژواکه داسې خبر شوم لکه پخپلو سترګو مې چې لیدلې وي''

لیکوال او کره کتونکی سلیم راز وایي په پښتو ادب کې تراوسه د ترجمې په برخه کې هومره کار نه دی شوی څومره چې ورته اړتیا لیدل کیږي.

''بدبختي داده چې خلکو ته زمونږ په باره کې کره مالومات نشته او دوی اوریدلې خبرې اوري او دا د پښتنو په ضد استعمالوي. خوشال خټک په نورو ژبو کې ترجمه شوې،نور هم ډېر کتابونه نورو ژبو ته اړول شوي دي. نور محمد تره کي مخکې د پښتنو نه علاوه ډېرو کمو خلکو پیژنده خو اوس چې د هغه کتابونه ترجمه شول نو د نورو ژبو خلکو وپیژنده چې نورمامد تره کې څوک و، د هغه فکر څه و، او د هغه انقلاب د څه دپاره و؟ دا پته خلکو هلته ولګیده چې د هغه کتابونه یې ولوستل''

د ښاغلي راز په خبره نورو ژبو ته د پښتو کتابونه ترجمه کیدل او ددې ترڅنګ د نورو ژبو ښه او غوره کتابونه پښتو ته راړول ښه رجحان دی او دا باید جاري وساتل شي.

XS
SM
MD
LG