د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: شپږ تنه وسله وال نیول شوي


د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې د دې ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې شپږ تنه مشکوک وسله وال په تصفیوي عملیاتو کې نیول شوې دي.


د دې ولایت د امنيه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال وایي، دا عملیات د افغان ځواکونو له لوري تیره سېشنبې په ورځ ورځ پیل شوي او تر هغې به دوام وکړي چې سیمه له وسله والو مخالفانونه نه وي پاکه شوې.

له بلې خوا، په کندهار کې نن سهار د یوه ځانمرګي بريد هڅه شنډه او بريدکوونکى ووژل شو.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیا دراني مشال راډیو ته وویل چې نن سهار یوه تن ځان وژنکي د منډیکک ماڼۍ ته د کاریګر په جامه کې د ننوتلو هڅه وکړه، خو د پولیسو لخوا ووژل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG