د لاسرسي ځای

تازه خبر

زموږ ماشومان ای فون نه بلکې یو قلم او یو کتاب غواړي


زموږ ماشومان ای فون نه بلکې یو قلم او یو کتاب غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:17 0:00

زموږ ماشومان ای فون نه بلکې یو قلم او یو کتاب غواړي

یو ځواکمن هېواد باید د هغه د عسکرو او سمندري ځواک په لرلو ناپ نه کړو. بلکې موږ یې باید دا ناپ کړو چې کوم یو هېواد زیاته تعلیمي کچه لري.

د تعلیم جهاني مبارزې ملالې یوسفزۍ ته نن اروپايي پارلېمان د ۲۰۱۳ز کال لپاره د سخاروف جایزه ورکړه.


نوموړې ته دا انعام د فرانسې په سټراسبورګ کې ورکړل شو. پر دې مهال ملالې یوسفزۍ دا جایزه ((لوی ویاړ)) وباله او و یې ویل چې له دې سره تشویق شوه چې د تعلیم لپاره خپلې هلې ځلې جاري وساتي. د سخاروف جایزه هر کال هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د بشري حقونو او د رایې اظهار ازادۍ دفاع کوي. د دې جایزې ارزښت ۶۵۰۰۰ امریکايي ډالره دی.


ملالې یوسفزۍ د فرانسې په ختیځ ښار سټراسبورګ کې د سخاروف جایزې د ترلاسه کولو غونډې ته په خپله وینا کې وویل:

’دا زما لپاره د ویاړ ځای دی چې د سخاروف جایزه راکول کېږي، دا زما لپاره یوه پرتمینه جایزه ده، دا جایزه وماته هڅونه او حوصله راکوي، چې خپل ټاکلی هدف مخ پر وړاندې بوځم.

او زه چې کله د دغې جایزې اخیستونکو نوملړ ته ګورم نو نور مې سر هسک شي، ځکه چې هغوی په ریښتیا د دې جوګه ول چې سخاروف جایزه یوسي. لکه نېلسن منډېلا، انګ سان سوکي او کوفي انان.

زه ډېره خوشاله او ویاړلې یم چې د دغه جایز لپاره غوره کړل شوم. زه دا خپله جایزه په پاکستان او په ټوله نړۍ کې هغه نالیدلو اتلانو ته ډالۍ کوم چې د بنیادي بشري حقونو لپاره مبارزه کوي.

د ستره انساني ونه چې زه یې وینم د پیوستون او یوالي نښه ده، چې موږ ته د اتحاد او خپلولۍ درس راښيي.

زه هېله کوم چې اروپايي پارلمان به د یورپ پورې غاړې ته هم سترګې واړوي. هغه کړېدلو هېوادونو ته به مخ واړوي چې لا هم په کې خلک له بنیادي حقونو بې برخې دي. چېرته چې لا هم فکري آزادي تر پښو لاندې کېږي، چېرته چې لا هم د بیان ازادي په ځنځیرونو تړل شوېده. ګڼ ماشومان خواړه نه لري، ګڼ یې د څښلو پاکې اوبه نه لري. ګڼ یې د زدکړو تلوسه لري خو ښوونځي نه لري. دا یوه ډېره خطرناکه شېبه ده چې لا هم په نړۍ کې ۵۷ میلیونه ماشومان له زدکړو بې برخې دي. ښوونځيو ته نشي تلای.

دا مو باید ضمیر راوپاروي، چې د تعلیم پرته به زموږ نړۍ څنګه جوړېږي. ګڼې نجونه بې وخته ودول کېږي. ګڼې نجونه د جنسي کاروبار لپاره قاچاقېږي. دوی ښوونځيو ته نشي تلای، تشدد دی.

خو لا هم هېله شته.

د دوی د بریالیتوبو پر وړاندې ګڼ خنډونه دي. دوی ښوونځيو ته ځکه نشي تلای چې بې وزله دي. پیسې نه لري، غریبي ده.

خو لا هم هېله شته.

نجونه له جنسي تېري او تشدد سره مخامخې دي. دوی په چاردیواري کې راګېر دي. دوی هېڅ ازادي نه لري.

خو لا هم هېله شته.

په ترهګرۍ کې په سلګونه ښوونځي وران ویجاړ شول. ماشومان د تعلیم حاصلو هېڅ چاره نه لري.

خو لا هم هېله شته. تاسو پوهېږﺉ ولې؟

ګرانو خویندو وروڼو: هېله شته، هغه ځکه چې موږ ټول دلته رایوځای شوي یو چې له دغه بې وزله ماشومانو سره مرسته وکړو. دوی د ناورین له دلدله (اوځغۍ) څخه راوباسو. موږ دلته راټول یو چې د دوی لپاره غږ پورته کړو. د دوی لپاره ګام واخلو.

ګرانو خویندو وروڼو: له دې پرته زموږ لپاره په کار ده چې په خپلو نظریاتو کې بدلون راوړو.

راشۍ چې د ځواکمنۍ نظر واړوو. یو ځواکمن هېواد باید د هغه د عسکرو او سمندري ځواک په لرلو ناپ نه کړو. بلکې موږ یې باید دا ناپ کړو چې کوم یو هېواد زیاته تعلیمي کچه لري. کوم یو هېواد ډېری تعلیمیافته وګړي لري. کوم یوه هېواد خپلو وګړو ته بنیادي بشري حقونه ورکړي دي. راشی دا وګورو چې کوم یوه هېواد خپلو ښځو او سړو ته برابر حثیت ورکړی دی.

یو هېواد چې بااستعداده، روزلي، مسلکي او تعلیمیافته وګړي لري هغه باید ځواکمن وګڼو، نه هغه هېواد چې عسکر او وسلې لري.

راشۍ خپل نظر واړوو.

ګرانو خویندو وروڼو: زه پر اروپايي هېوادونو ټینګار کوم چې د بې وزله هېوادونوو په ځانګړې اسیا او پتېره پاکستان هېواد د تعلیم، تجارت او پرمختیا په برخه کې مرستو ته اړتیا لري. تعلیمیافته پرکار روزګار باندې ځوانان د پاکستان راتلونکې ته ښه بڼه ورکولای شي.

د یوې انسانې په توګه زما په اند د هر وګړي بقا په دې کې چې زورو باید د کمزور مرسته وکړي. له هغوی سره مرستې ته راپاڅي. که چېرې موږ خپل شا ته په میلیونونه بې تعلیمه وګړي پرېښودل نو موږ کامیابي هېڅکله نشو ترلاسه کولای. او نه مو بقا پاته کېدای شي. ان دا که زورو هم یو.

زه هېله منه یم چې زموږ پیوستون او ټینګ هوډ هرومرو بدلون راوړلای شي، او د هغه ۵۷ میلیونه ماشومانو مرسته کولای شو چې موږ ته په تمه دي. دغه ماشومان نه ای فون غواړي، نه د لوبو کمپیوټران او نه چاکلېټونه غواړي، دوی تش یو قلم او کتاب غواړي. ‘

ملاله اروپايي پارلمان کې د سخاروف جایز ترلاسه کوي
ملاله اروپايي پارلمان کې د سخاروف جایز ترلاسه کوي
XS
SM
MD
LG