د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او افغانستان دفاعي تړون خبرې دوام لري



امریکا وايي، د امنیتي او دفاعې تړون په اړه لا هم خبرې روانې دي، خو دا لا نه ده روښانه چې ایا کابل او واشنګټن د امنیتي تړون په وروستۍ مسودې سره سلا شوي دي او که نه؟


دا امنیتي تړون به د ۲۰۱۴ز کال تر پایه وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي ځواکونو حیثیت ټاکي.

د افغان ولسمشر حامد کرزي ویاند اېمل فیضي تېره سېشنبې په ورځ وویل، دواړه خواوې سره سلا شوې دي چې یوازې په استثنايي حالت کې به امریکايي پوځیان د افغانانو د کورونو تالاشي اخیستای شي او همدا راز، امریکايي پوځیان به له افغان قانونه مستثنا وي.

ده زیاته کړه چې باید د پخوانیو تېروتنو نه تکرارېدو ضمانت ورکړل شي
خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویانده، جېن ساکي وايي، تر اوسه د تړون پر وروستي متن سلا نه ده شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG