د لاسرسي ځای

مصر: چاودنې لس تنه پوځیان وژلي



نن د چارشنبې په ورځ په مصر کې موټر بم حملې لږ تر لږه ۱۰ پوځیان وژلي او لسګونه یې ژوبل کړي دي.


پېښه د سینا صحرا په شمالي برخه کې شوې ده. د مصري چارواکو له خولې ویل شوي، په دې بمي حمله کې هغه افسران په نښه شوي دي چې د خپل کار تر ختمولو وروسته په یوه وړوکي بس کې د رفاه له ښاره العریش ته روان ول.

کله چې د جولای په میاشت کې ولسمشر محمد مرسي له دندې لرې کړل شو نو له القاعده متاثره وسله والو حملې زیاتې کړې. په دې حملو کې اکثر امنیتي سرتېري په نښه کېږي.
XS
SM
MD
LG