د لاسرسي ځای

کونړ:د بې پیلوټه الوتکې په برید کې۲ وسله وال طالبان وژل شوي


د کونړ چارواکي وايي، چې نن د چارشنبې په سهار په وټه پور ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د یوې بې پیلوټه الوتکې په هوايي حمله کې ۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.


د دې ولایت امنیه قومندان عبدالحبیب سید خیل مشال راډيو ته وویل چې په دې حملې کې نور چاته زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG