د لاسرسي ځای

تازه خبر

''ایران له افغان کډوالو سره زیاتوب کوي''


په هرات کې له ایرانه وېستل شوي افغان کډوال د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې په مرکز کې. ۲۲ سیپټمېر ۲۰۱۳م کال
په هرات کې له ایرانه وېستل شوي افغان کډوال د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې په مرکز کې. ۲۲ سیپټمېر ۲۰۱۳م کال

د بشري حقونو څار ډلې په رپورټ کې ويل شوي، په ځينو مواردو کې داسې شوي چې د يوې افغان کډوالې کورنۍ مشران افغانستان ته تللي او ماشومان ترې په ايران کې پاته وي.

د بشري حقونو څار ډلې ( هيومن رايټس واچ) په خپل يو رپورټ کې په ايران کې د افغان کډوالو د بشري حقونو د سرغړونو لپاره د دغه هېواد پر حکومت نيوکې کړې دي.


يادې ادارې دغه رپورټ د چهار شنبې پر ورځ په کابل کې خپور کړ او پّکې يې وويل چې ايران دغلته مېشت افغان کډوال په داسې حال کې افغانستان ته بېرته لېږدوي چې په دغه هېواد کې جدي امنيتي خطرونه شتون لري.

په رپورټ کې ويل شوي، ګڼ افغانان له تېرو څو کلونو راهيسې په ايران کې د کډوالۍ ژوند کوی، خو اوس پرې د دغه هېواد حکومت بيرته خپل ملک ته د تللو لپاره فشار راوړي.

د مشال راډيو د خبر مرکزي څانګې د بشري حقونو څار ډلې د يوه څېړنکار فراز سينيل خبره راخيستې چې وايي، ايران د تېرو دېرشو کلونو په موده کې په دغه خاوره د افغان کډوالو د ساتنې پيټی پر سر اخيستی وو، او د دوئ پر وړاندې يې ستونزې نه زېږولې. نوموړی زياتوي، له تېرو لسو تر پينځلسو کلونو په موده کې په ايران کې د افغان کډوالو حال يو څه تغير کړی دی. د بشري حقونو څار ډلې د دې څېړنکار په خبره، د ايران اقتصادي مشکلاتو او دغلته راغليو سياسي بدلونونو د دې هېواد حکومت دې ته اړ کړ چې پر افغان مهاجرينو خپل هېواد ته د ستنېدو لپاره فشار واچوي.

د دې ادارې په رپورټ کې ويل شوي، په ځينو مواردو کې داسې شوي چې د يوې افغان کډوالې کورنۍ مشران افغانستان ته تللي او ماشومان ترې په ايران کې پاته وي.

رپورټ دا هم وايي چې هغه افغانان چې په خپل هېواد کې د ورپېښو امنيتي خطرونو له وجې ايران ته تښتي، ايرانی حکومت يې د سياسي پناه درخواستونه نه مني.

د بشري حقونو د څار د دې نړيوالې ادارې په رپورټ کې د ايران پر حکومت غږ شوی چې له کډوالو سره د بردخورد نړيوال معيارونه په پام کې ونيسي.
XS
SM
MD
LG