د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل ته د لویې جرګې غړي ورروان دي


د مشورتي لويې جرګې د جوړولو د کمیسیون مسوولان وایي، له پاکستان او ایران څخه د دې جرګې ټول ګډونوال کابل ته رسیدلي دي.


د دې کمیسیون ویاند عبدالخالق پشه يې مشال راډیو ته وویل، د افغانستان د لیري ولایتونو او اروپا څخه به هم د خلکو استازي تر سبا ماځیګره کابل ته را ورسیږي.

ټاکل شوې چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون په اړه د سلا مشورې لپاره څلور ورځنۍ لویه جرګه د پنجشنبې په ورځ پرانیستله شي.

په دې لویه جرګه کې د افغانانو ۲۵۰۰ استازي ګډون کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG