د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر مشرف د غدارۍ مقدمې چلولو لپاره قاضیان وګمارل شول


د پاکستان پخوانی پوځي مشر پروېز مشرف
د پاکستان پخوانی پوځي مشر پروېز مشرف

ستر عدالت حکومت ته ویلي چې په دغه پنځو لویو قاضیانو کې دې درې غوره کړي او بیا دې له هغوی څخه تر ټولو مشر قاضي د عدالت مشر وټاکي.

د پاکستان ستر عدالت (سپریم کورټ) د پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف خلاف د آیین له شپږم شقه د سرغړونې په تور د عدالتي کاروايي اورونې لپاره د قاضیانو (ججانو ) یوې پنځه کسیزه جرګګۍ نوم حکومت ته واستول. په دغه جرګګۍ کې د پاکستان له پنځو لویو عدالتونو د یوه یوه قاضي نوم شامل دی.


په دغه ججانو کې د لاهور لوی عدالت مشر قاضي یاور علي، د سیند لوی عدالت مشر قاضي فیصل عرب، د پېښور لوی عدالت مشر قاضي یحیا اپرېدی، د بلوچستان لوی عدالت مشره قاضي طاهره صفدر او د اسلام اباد لوی عدالت مشر قاضي نور الحق قرېشي شامل دي.

ستر عدالت حکومت ته ویلي چې په دغه پنځو لویو قاضیانو کې دې درې غوره کړي او بیا دې له هغوی څخه تر ټولو مشر قاضي د عدالت مشر وټاکي.

تر دې وړاندې د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودری نثار علي خان د تير اتوار په ورځ ويلي ول چې حکومت د پروېز مشرف پر ضد په ۲۰۰۷م کال کې د ايمرجنسۍ نافذلو او د آيين معطله کولو په تور د غدارۍ مقدمه چلول غواړي. چې وروسته بیا سپريم کورټ د حکومت هغه غوښتنه ومنله او د اعلا عدالتونو په ججانو مشتمل يو عدالتي جرګګۍ یې جوړه کړه.

اوس به حکومت ته پرېکړه کول وي چې د دغه جرګګۍ مشر څوک ټاکي.

په پاکستان کې د غدارۍ د جرم سزا مرګ او یا ټول عمر قيد دی.
XS
SM
MD
LG