د لاسرسي ځای

تازه خبر

'له امریکا سره دفاعي تړون کې د خوندي افغانستان ضمانت غواړو'


دغه تړون زموږ د ملت او هیواد په ګټه دی، زموږ په ګاونډ کې داسې هیوادونه شته چې دافغانستان پرمختګ او دلته امنیت نه غواړي


د افغانستان د کونړ ولایت ځوانان وايي دوی له امریکا سره د ممکنه دفاعي تړون دلاسلیک کېدو ملاتړ کوي خو له لویې جرګي غواړي، په امریکا داسي شرایط ومني چې په افغانستان کې جګړه او دپردیو لاسوهنه پای ته ورسیږي.


د کونړ ځوانان وايي، چې له تېرو څلورو کلونو یې د ولایت په سرحدی ولسوالیو د پاکستاني پوځ له لوري ورباندې شپه ورځ دتوپونو درانه توغندي ویشتل کیږي چې تراوسه پکې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله رسیدلي او په سلګونو کورنۍ د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

دوی وايي دجرګي غړي او د افغان دولت استازي باید له امریکا سره یو داسې دفاعي تړون لاسلیک کړي چې پکې دافغانانو دامنیت ساتني او په افغانستان کې دهر بهرني او ګاونډي دلاسوهنو دمخنیوي ضمانت ورکړل شي.

''زما نوم محمد ناصر ملنګزی دی او د کونړ اوسیدونکی یم. اوس چې کومه جرګه جوړېږی او پکې له امریکا سره د دفاعی تړون په اړه خبرې کیږي موږ ټول يي ملاتړ کوو، په هیواد کی مرګ ژوبلې روانې دي ، د ګاونډیانو مداخلي زیاتیږي اوس هم د پاکستان له لوري پر کونړ مرمۍ راویشتل کیږي. خو موږ دهغوی ځواب لپباره هیڅ نلرو''

''زمانوم سلیم دی دغه تړون زموږ د ملت او هیواد په ګټه دی، زموږ په ګاونډ کې داسې هیوادونه شته چې دافغانستان پرمختګ او دلته امنیت نه غواړي''

کونړي ځوانان وايي که چیرته په تړون کې د افغانستان د سرحداتو اوافغانانو دساتني ضمانت ورنکړل شي. جګړه او افغان وژنه به دوام وکړي نو بیا دغه ټړون ته هیڅ ډول اړتیا نه لیدل کیږي.

''زما د یو افغان په توګه غوښتنه داده چې تړون دې لاسلیک شي خو دافغانانو امنیت دې وساتل شي، د دوس ژوند دي وژغورل شي. دافغانانو دوینو بهیدل دې بند شي''

دکونړ اوسیدونکې پداسي حال کې دلويي جرګي له غړواو افغان دولت څخه دافغانستان ګټو ته د پوره اهمیت ورکولوپه خاطر غوښتنه کوي چې له امریکا سره د دفاعي تړون دلاسلیک کولو لپاره دسلا مشورو اخیستنې په خاطر دراتلونکې پنجشنبي پر ورځ لویه جرګه جوړېږي.

روح الله انوري کونړ
XS
SM
MD
LG