د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د نقلي ټوپکو ضد کمپاین


دا کمپاین د کراچۍ په پټان کالونۍ، بنارس، فرنټیرکالونۍ، پیراباد، سبزي منډۍ، ګلشن بونیر، مظفراباد کالونۍ، مجیدکالونۍ، کیماړۍ او نورو سيمو کې ترسره شو

کراچۍ : د نقلي تمانچو او ټوپکو په ضد مبارزه کونکي غیرسیاسي تنظیم رڼا ډیولپمنټ ټرسټ ددغې وسلې په خلاف د کمپاین دویم پړاو شورو کړی دی. د دغه ادارې چارواکي وایي په کراچۍ کې د کمپین تر کامیابیدو روسته اوس دوي د پاکستان د څلور واړو صوبو اسمبلیو سپیکرانو، صدر او وزیراعظم ته په نقلي وسله د بندیز په اړه لیکونه استولي دي.


ددې ترڅنګ دغې ادارې د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون ته هم خط لیکلی دی . د یادې ادارې مشر محمد ارشد خان په دې اړه وایي:

''د ملګرو ملتونو مشر ته هم خط د دې لپاره لیږو چې هغوی په نړیواله سطحه د نقلي وسلو د جوړونکو ملکونو په ضد قانون سازي وکړي ځکه چې موږ اوریدلي چې چین دغه وسلې زیاتې جوړوي.د دې لپاره بین الاقوامي قانون سازي هم پکار ده چې په دغو ملکونو زور راوړل شي چې د ماشومانو لپاره د نقلي وسلو جوړول بند کړي ځکه چې دا وسلې د نړیوال امن لپاره هم مضر دی، موږ د کمپاین اوله مرحله ډېره کامیابه وه، په دې د کراچۍ کمیشنر هم ایکشن اخیستی دی او موږ د دوی د اقداماتو او د خپل تنظیم د رضا کارو له کاره مطمین یو''

د محمد ارشد خان په خبره دوي د کراچۍ کمیشنر او د کراچۍ چېمبر اف کامرس ته د مننې لیکونه هم استولي دي.

یاده دې وي د کراچۍ کمیشنر د رڼا ډیولمپنټ ټرسټ لخوا د کمپین تر چلیدو روسته د کراچۍ سوداګرو ته ویلي و، چې د نورو ملکونو څخه دې نقلې وسلې راوړل بند کړي . د کراچۍ چېمبر اف کامرس چارواکو کمشنر ته په راتلونکي وخت کې ددغې وسلې د نه درامد کولوباور ورکړی دی .

دیادې ادارې د رضاکارو مشر جانان بونیري مشال ریډیو ته ویلي دوي کوشش کوي چې د نقلي وسلې په ضد دوي د ویم پړاو هم د لمړۍ مرحلې په څېر په کامیابۍ سره ترسره شي.

''موږ د کراچۍ په پټان کالونۍ، بنارس، فرنټیرکالونۍ، پیراباد، سبزي منډۍ، ګلشن بونیر، مظفراباد کالونۍ، مجیدکالونۍ، کیماړۍ او نورو سېمو کې دغه کمپین ترسره کړو، د دې نتیجې هم ښکاره دي. د کوچني اختر په نسبت په لوی اختر کې په دې علاقو کې د دې کاروبار کم شوی دی. اوس موږ غواړو په دې کمپین کې جدت راولو نو ځکه مو دغه لیکونه واستول، په دې توګه موږ نورو برخو ته هم غزول غواړو. موږ د ماشومانو په لاسونو کې وسله نه، بلکې قلم غواړو''

یاده دې وي نزدې پنځه میاشتې مخکې غیر سرکاري ادارې رڼا ډوپلمنټ ټرسټ د کراچۍ په یو شمیر سېمو کې د نقلي وسلې په ضد کمپین شورو کړې و، د دغې ادارې رضا کارو د لاریونونو، د جوماتونو مخو ته د پمفلټونو د ویشلو او کوڅه په کوڅه د ګرځیدو له لارې د نقلي وسلې به ضد کمپین شورو کړې، دغه کمپین روسته بیا د خېبر پښتونخوا او افغانستان ځینو برخو ته غځېدلی دی.

ظفر کریمي
XS
SM
MD
LG