مجيب الرحمن حبيبزي
د افغانستان په بلخ ولايت كې نن یو ځانمرګی برید شوی دی چې دوه تنه یې وژلي او درې یې ټپي کړي دي. د بلخ ولايت د امنيه قومندانۍ چارواكي وايي چې د برید کوونکي هدف د بلخ ولايت د والي مرستيال ٰظاهر وحدت وو.
دا پېښه نن د یکشنبې په ورځ له ځايي وخت سره سم د غرمې پر یوولس بجې د مزارشريف كارتې آريانا سيمه كې هغه مهال د ظاهر وحدت پر موټر شوې چې نوموړی له کوره خپل دفتر ته تلی.
د بلخ ولايت د امنيت آمر عبدالرزاق قادري مشال راډیو ته وویل چې ، دا یو ځانمرګی برید وو چې د برید کوونکي په ګډون دوه تنه یې وژلي او درې یې نور ټپي کړي دي. هغه وویل چې په ټپیانو کې د پولیسو عسکر هم شامل دي.
د بلخ ولايت د ملكي روغتون چارواکي هم د دې خبرې پخلی کوي چې دوه مړي او درې ټپیان هلته ور وړل شوي دي.
د بلخ ولايت دعامه روغتيا مرستیال اسدالله شريفي دا نه دي ویلي چې د ټپیانو حالت څنګه دی.
بل پلو عیني شاهدان وايي چې په دې پېښه کې دوه عام وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د دې خبر تر خپرېدو چا د دې پېښې پړه نه وه منلې.