د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې د شپږو کسانو مړي میندل شوي دي


د کندهار د اینو مېنې یو منظر
د کندهار د اینو مېنې یو منظر
محمدصادق رښتینی

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د شپږو عامو وګړو مړي میندل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي چي دا کسان شپږ ورځې وړاندې وسله والو طالبانو له افغان حکومت سره د همکارۍ په تور کې تښتولي وو .

د ارغستان ولسوال عبدالغني مسلمیار نن مشال راډیو ته وویل چي د دې کسانو مړي نن سهار د ولسوالۍ په توره ګاره سیمه کې په داسي حال کي پولیسو میندلي دي چې سرونه يې پرې شوي وو.

ولسوال عبدالغني مسلمیار وايي وژل شوي کسان عام ملکي وکړي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG