د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: د لویې جرګې خیمې ته نږدې چاودنه شوې


د کابل د پنځمې امنیتي حوزې اړوند او د لویې جرګې د جوړېدو ځای ته نږدې یوه چاودنه شوې چې تراوسه یې د تلفاتو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.



د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي مشال راډیو ته وویل چې؛ دوی هم د چاودنې غږ اوریدلی؛ خو تراوسه یې د زیان په اړه معلومات نه دي ترلاسه کړي.


د راپورونو له مخې دغه چاودنه د درېیو بجو په شااوخوا کې د استاد برهان الدین رباني د ښونې او روزنې پوهنتون ته نږدې شوې او دا سیمه د لویې جرګې له خیمې سره هم لږ فاصله لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG