د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: چکي ځواکونو د بګرام هوايي اډې ګزمه پيل کړه


په افغانستان کې دېره د چک جمهوريت ځواکونو د بګرام هوايي اډې ګزمه پيل کړه.


د چک جمهوريت د خبري اژانس په حواله، دغه ماموريت چې پرون د جمعې په ورځ پيل شو، شپږ مياشتې به دوام کوي.

راپور زياتوي، چکي سرتېرو په تېره مياشت کې له امريکايي زغروالو وسايطو په استفادې په سيمه کې پوځي زده کړې وکړې.

د بګرام په هوايي اډه کې شا و خوا ٤٠زره بهرني سرتېري دېره دي او ويل کيږي چې؛ چکي پوځيان به د دې اډې د طرافو ١٥ کيلومتره ساحه کنټرولوي.

د چکي سرتېرو زياته برخه چې ډېرى يې په لوګر کې دېره وه؛ له افغانستانه وتلي، د دوى ځينې د کابل او بګرام د هوايي ډګرونو ساتنه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG