د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر راولپنډۍ وروسته د پنجاب په نورو سیمو کې هم حالات کړکېچن دي


په پاکستان کې تر فرقه ییزو نښتو وروسته د تاوتریخوالي یو منظر
په پاکستان کې تر فرقه ییزو نښتو وروسته د تاوتریخوالي یو منظر
ریاض موساخېل

د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان د پنجاب صوبې د راولپنډۍ په فواره چوک نومي سيمه کې د دوو مذهبي ډلو ترمنځ نښتې شوې وې چې د چارواکو په وینا لس تنه په کې وژل شوي وو.

د راولپنډۍ په ښار کې د یکشنبې په ورځ لا هم حالات کړکېچن دي او په دې ښار کې پر ګرځېدلو بندیز یا کرفيو ده. او له راولپنډۍ سره په اسلام اباد کې هم موبایل سروس بند دی.

د لاهور هائي کورټ چيف جسټس د پنجاب حکومت په خواست د جسټس مامون الرشيد شېخ په مشرۍ کې یو عدالتي کمېشن جوړ کړی دی چې د دې پېښې پلټنې وکړي.

د راولپنډۍ تر څنګ د ملتان ، بهاولنګر او چشتيا په ګډون د پنجاب په نورو ښارونوکې هم تاوتريخوالی رامنځ ته شوی دی او د حالاتو د قابو کولو لپاره پوځیان ګمارل شوي دي.

د ملتان ډپټي کمشنر زاهد سليم له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې ً په سیمه کې کرفيو نشته خو د حالاتو د قابو ساتلو لپاره د زیاتو خلکو پر راغونډېدو ، د وسلې پر ګرځولو بنديز دی.ً
XS
SM
MD
LG