د لاسرسي ځای

تازه خبر

ژورنالیسټ، نامه نګار، صحافي، خبریال


خبريال ته په عربي کې صحافي ويل کېږي، چې د ويي رېښه يې له صفحه يا پاڼې سره تړلې ده، هغه ځکه چې په عربي کې ورځپاڼې ته صحيفه ويل کېږي


ژورناليزم (journalism)، ژورناليسټ ( journalist)، ژورنال(journal)، ريپورټر، کوريسپونډېنټ، خبريال، صحافي، نامه نګار او د پترکار نومونه د نړۍ په ګڼو ژبو کې د خبريال لپاره کارول کېږي.

خو که لږ ورته ځير شو او هر ويی (لفظ) يې د ژبپوهنې په چوکاټ کې وڅېړو نو نه يوازې به د دغه ټکيو په مانا پوه شو، بلکې دا به مو د ژورناليزم له مسلک سره هم لږ ډېر اشنا کړي.

که بره ليکل شوي الفاظ یې يو يو په لاتيني الفبا کې وليکو نو کار به نور هم اسانه شي.


لکه د بېلګې په توګه په لومړي سر کې که ژورناليزم Journalism وڅېړو نو دا به مو و رېښې (etymology) ته ورولي.

Journalism له دوو الفاظو (Journal) او (ism ) څخه جوړ دي. ژورنال فرانسوي ژبې ته د لاتيني ژبې له (diurnalis) څخه ورغلی دی. په لرغوني مهال کې د ورځني لمانځه ياداښت ليکنې کتابچې ته به diurnalis ویل کېده.

ژور يا Jour په فرانسوي ژبه کې ورځ ته ويل کېږي او وروستاړی al يې د يادښت او ريکارډ ساتلو په مانا دي. او د دې ism یې مسلک او دنده ده.

Journal مانا ورځنی ياداښت. Journalist مانا خبريال، هغه کس چې ورځني يادښتونو ليکي.
نو ژورنال ته په کتو زموږ په چاپېريال کې رامنځ ته کېدونکې پېښې هم په ورځني ياداښتونو کې راځي او هر هغه څوک چې ورځنی حال ياداښتوي، ژورناليسټ يا خبريال بلل کېږي. د ډېرو په ذهن کې به پوښتنه راځي چې ژورناليسټ ته ولې خبريال ويل کېږي، هغه ځکه چې خبر يا په انګليسي کې د نيوز ياداښتوونکي او ريکاډوونکي ته خبريال ويل کېږي. يال د پښتو وروستاړی دی چې د اخيستنې بېلګې يې لکه ننګ او ننګيال، جنګ جنګيال او داسې نور هغه دي.

يال د لرونکې په مانا راځي. هغه څوک چې په خبر، خبر وي خبريال بلل کېږي.

ژورنال يا ورځني خبرونه، ورځني ياداښتونه يا ډايري. او د نننۍ نړۍ د بېلابېلو علمي، ساينسي، ټولنيزو ډګرونو پېښو څارونکې او ياداښت ليکونکي هم د هغه ډګر خبريال بلل کېږي، لکه پلانی د سپورټس خبريال دی، يا پلانی د فاعي چارو، هغه بل بيا د سياسي چارو او داسې ګڼ نور .......

خبريال ته په عربي کې صحافي ويل کېږي، چې د ويي رېښه يې له صفحه يا پاڼې سره تړلې ده، هغه ځکه چې په عربي کې ورځپاڼې ته صحيفه ويل کېږي او ورځپاڼه ليکونکی يې صحفي يا صحافي دی.

په هندي ژبه کې پترکار ورته ویل کېږي، چې پتریکا یې روزنامچه یا ورځپاڼه ده او پترکار یې لیکونکی دی.

د خبريال لپاره په انګليسي ژبه کې د کوريسپونډېنټ correspondent ويی يا لفظ هم کارول کېږي، چې دا هم د لاتيني ژبې لفظ دی. په correspondent کې co مانا ؛هم؛ یا ؛یو بل ته؛ د ري re مانا ؛شاته؛ او spond یې له spondere څخه رېښه لري چې د ژمنې غبرګول، غبرګول، جوابول او د correspondent مانا غبرګونکی یا ځوابونکی همداسې د خبریال لپاره هم کارول کېږي.

Correspondent په لوی سر کې په یوه ځانګړې برخه کې خبریالي کوي او د ده مالومات پر واقعاتو او پېښو ولاړ وي، correspondent د یوې خبري ادارې هغه که جهاني وي او یا هم د هېواد په کچه وي، له لوري په یوه لیرې سیمه او یا هم په بل هېواد کې ګمارل شوی وي چې د دوی لپاره ګزارشونه یا راپورونه راټول کړي.

په انګليسي کې خبريال ته ريپورټر reporter هم ويل کېږي، دا ويی د لاتيني له دوو وييو جوړ دی، يانې ري re مانا شاته او پورټر porter مانا وړونکي. پورټ port وړلو او تېرېدلو ته وايي. نو په دې مانا ريپورټر تاسو شا ته بيايي چې اوس يوه ګړۍ وړاندې څه تېر شول. ......

د port ويی په نورو ماناګانو کې هم راځي. لکه پاسپورټ passport( د تېرېدو پاڼه) ډيپورټ deport ډي مانا بېرته لېږل، وړل، ستنول.

په پارسي يا فارسي کې د ريپورټ کټمټ ژباړه ګزارش دی، مانا د تېر مهال حال که د report لپاره د فارسي ګزارش وکارو، لږ به کره او پر ځای راشي.

یادګېرنه: د لاتیني وییو لپاره مې د انګلیسي ایټیمولوژي سیندګی کارولی دی.

د لیکونکي ټویټر: @mashaalkasim


XS
SM
MD
LG