د لاسرسي ځای

تازه خبر

عطاالله لودین د ننګرهار والي وټاکل شو


د سولې د عالي شورا مرستیال او د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی مولوي عطاالله لودین د ننګرهار د نوی والي په دندې ټاکل شوی دی.

د افغانستان د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي، ښاغلی لودین د دې ادارې په وړاندیز او د ولسمشر حامد کرزي په منظورۍ د ننګرهار د والي په دندې ټاکل شوی دی.

ښاغلي لودین په دیني علومو کې لوړې زده کړې کړې او تر وکالت مخکې یې د ننګرهار ولایت د څارنوال او د کابل د محاکمو د رئیس په څوکیو هم کار کړی دی.

د افغانستان د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې په ویب پاڼه کې د ننګرهار د پخواني والي ګل آغا شیرزي د خدمتونو او لاسته راوړنو ستاینه کړي او د نوی والي لپاره یې د بریالیتوب هیله څرګنده کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG