د لاسرسي ځای

تازه خبر

م.م: ایران په تېرو درېیو میاشتو کې اټمي تاسیسات نه دي پراخ کړي


د ملګروملتونو د اټمي انرژۍ نړیواله اداره IAEA وايي، ایران په تېرو درېیو میاشتو کې خپل اټمي تاسیسات نه دي پراخ کړي.


IAEA په هغه راپور کې چې پرون خپور شو؛ ویلي چې، یوازې د ناتنز Natanz په اټمي بټۍ کې څو محدود سنټرفیوژونه نصب شوي خو په اراک Arak کې یوهم نه دی نصب شوی.

په تېره اګست میاشت کې د نوي ولسمشر په توګه د حسن روحاني د کار له پیل وروسته دا د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې لومړی درې میاشتنی راپور دی.

خو اسراییل چې ګومان کېږي، په منځني ختیځ کې به د اټمي وسلې لرونکی یوازینی هېواد وي له مودو راهیسې خبرداری ورکړی چې ښايي اټمي وسلې ته د ایران د رسېدو مخه د زور په کارولو سره ونیسي.

د IAEA د نوي راپور د خپرېدو په وړاندې په عکس العمل کې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وویل چې د دې خبر اورېدل چې ایران خپل اټمي تاسیسات نه دي پراخ کړي؛ ده ته په زړه پورې نه و او علت دا دی چې ایران دې ته اړتیا نه لري ځکه په کافي اندازه تاسیسات او سنټرفیوژونه چې د اټمي بم د جوړولو لپاره لازم مواد او تجهیزات یې بشپړ کړي دي.

دا راپور په ژنیو کې د ایران او د نړۍ د شپږو لویو قدرتونو ترمینځ د خبرواترو په درشل کې خپرېږي. تهران د لویدیځ دا تورونه چې وايي د ایران د اټمي پروګرام هدف د اټمي وسلې جوړول دي ردوي. ولسمشر روحاني ژمنه کړې چې؛ د اټمي پروګرام پرسر له لویدیځ سره د ایران اختلاف به پای ته رسوي؛ څو پردې هېواد لګول شوي بندیزونه هم رفع شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG