د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې شییعه ګان د محرم لسمه لمانځي


د سیند صوبې په حیدر اباد ښار کې د عاشورې ورځ. ۱۴م نومبر ۲۰۱۳
د سیند صوبې په حیدر اباد ښار کې د عاشورې ورځ. ۱۴م نومبر ۲۰۱۳

د پاکستان په ګڼو ښارونو کې نن د جمعې پر ورځ شییعه مسلمانانو د عاشورې ماتمي جلوسونه را اېستلي دي.


پر دې مهال د پېښور په ګډون د خیبر پښتونخوا په یو شمېر ښارونو کې کلک امنیتي ګامونه پورته کړل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی پرویز خټک د کوهاټ او ډېره اسماعیل خان په ګډون د ټولو ضلعو کمشرانو ته ویلي چې د عاشورې پر مهال دي امنیت باوري کړي.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې هم د عاشورې ماتمي جلوسونو لپاره ټینګ امنیت نیول شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG