د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان نن په عربي اماراتو کې له هالنډ سره شل اوریزه سیالۍ وکړي


ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د کرکټ په شل اوره غوراوي سیالیو کې نن جمعه په متحده عربي اماراتو کې له هالنډ سره لوبه وکړي. افغانستان به په بي ګرپ کې اوه لوبې و کړي.


په بي B ګروپ کې افغانستان هالنډ، سکاټلنډ، کینیا، برمودا، نیپال، ډنمارک، او پاپوا نیوګینيا Papua New Guinea شامل دي.

افغانستان د کینیا په وړاندې په دوو شل اووره او دوو یو ورځنیو لوبو کې له بېسارې بریا وروسته سره د کرکټ د نړیوال جام سیالیو ته لاره موندلې ده.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپټان محمدنبي ویلي، افغان ټیم هیله من دی چې د کرکټ د شل اووریزه نړیوال جام د غوراوي په لوبو کې لومړی مقام ترلاسه کړي. نبي وايي، یوازې غوره کېدل کافي نه دي بلکې دی غواړي چې افغان ټیم د دې لوبو قهرمان شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG