د لاسرسي ځای

تازه خبر

نصرالدین حقاني وژنه: د طالبانو ګوښونه او افغان امنیتي ګامونه


نصرالدین حقاني
نصرالدین حقاني

د حقاني په پلرني ټاټوبي، خوست کې د والي وياند، مبارز ځدراڼ مشال ريډيو ته وويل چې دوی د هر قسمه ګواښونو د مقابلې لپاره تيارې دي.

په افغانستان کې د خوست چارواکي وايي، چې تېره ورځ د پاکستان په سر ښار اسلام اباد کې د حقاني ډلې د يو مهم مشر، نصيرالدين حقاني وژل کېدو وروسته يې د ترهګرو بريدونو د مخنيوي لپاره يې ګامونه اخيستي دي.


له هغه وروسته چې د شمالي وزيرستان ميشتې حقاني شبکې د بنياد ايښودونکي مشر، جلال الدين حقاني زوی نصيرالدين حقاني اسلام اباد کې ووژل شو، افغان طالبانو په يو ايميل کې د هغه وژنه ستره ضايعه بلله او د بدل اخيستو ګواښ يې کړی. خو د حقاني په پلرني ټاټوبي، خوست کې د والي وياند، مبارز ځدراڼ مشال ريډيو ته وويل چې دوی د هر قسمه ګواښونو د مقابلې لپاره تيارې دي.

((مبارز))

"ګواښونه به وي، بیا زه فکر کوم چې د نور افغانستان په فکر به دلته ځکه وي، چې خوست له شمالي وزیرستان سره خوله پر خوله پروت ولایت دی، چې پر ډیورنډ کرښه خواوشا ۱۸۴ کلومیټره اوږده پوله لري. خو موږ له هره پلوه د خپل ولس او خاورې د دفاع لپاره تیار یو."


نصيرالدين حقاني د حقاني شبکې د مالي او سياسي چارو مسول وو.

په قوم ځدراڼ، جلال الدين حقاني د روسانو خلاف د جهاد له وجې مشهور شو او د کتونکو په وينا خوست، پکتيا او پکتيکا کې ډير ملاتړ لري. اوس د افغان او امريکايي چارواکو په وينا هغه او زوی يې سراج الدين حقاني په شمالي وزيرستان کې د حقاني شبکې د مشرۍ په کولو سره افغانستان کې حملې تنظيموي. د پاکستان د کورنيوو چارو وزیر هم د شنبې په ورځ د هيواد پارلمان ته ښکاره وويل چې دوی د افغان طالبانو سره ښې اړيکې لري.

د خوست د ځدراڼو د قومي شورا مشر حاجي نادم خان ځدراڼ وايي خلک اوس پوه شوي چې د حقاني ډله د پاکستان د ګټو لپاره جنګيږي نو ځکه اوس په خوست کې د حقاني د کورنۍ لپاره هغه احترام نشته چې پخوا وو.

((ځدراڼ))

"دلته د طالبانو ملاتړ بېخي نشته، او دوی دلته هېڅ نه شي کولای، دوی د غلو په څېر له پاکستان راجوړېږي او له پاکستان رادرومي او پر موږ حملې کوي. خو اوس ملي امنیتي ځواکونه او ولسونه د دوی د هر ډول بریدونو پر وړاندې چمتو دي."

خو په افغان پارليمان کې د پکتيکا د خلکو استازی نادرخان کټوازی وايي حقاني ډله اوس هم دغلته ځينو ولسواليوو کې خواخوږي لري او حکومت کولی شي قومي مشرانو سره د مرستې له لارې يې مخه ونيسي.

((کټوازی))

"دلته که افغان دولت قومونو ته لږ هم اوږه ورکړي نو د هر ډول تخریب مخه نیول کېدای شي، ځکه چې په پکتیکا کې لا هم قومي جوړښتونه روغ رمټ دي، او همدغه قامونه به یې مخه نیسي."


له پکتيا څخه د پارليمان غړی ډاکټر مجيب الرحمن څمکنی وايي پکيتا کې د قومي تړونونو له مخې د وسله والو د مخنيوي لړ کې ډير قومي مشران وژل شوي او که دا سلسله روانه وه نو خلک به د حقاني شبکې په شان وسله والو مخې ته له ودريدو لاس واخلي.

((څمکنی))

"د پښتنو مشران چې قام به پرې حساب کولو، هغوی یا مړه شو او یا هم ووژل شول، نو د خلکو زړنه نه تنها له حکومته ساړه شوي دي، بلکې دوی له وسلوالو ډلو سره هم د پخوا غوندې ملاتړ نه کوي."

خو په خوست کې د قومي او ديني عالمانو د شريکې جرګې غړی حاجی رسول محمد بيټنی بيا وايي چې د حقاني ډلې او بل هر وسله وال ګروپ له مخنيوي به راونه ګرځي.

د پارلمان غړي نادرخان کټوازی بيا وايي د حقاني ډلې د مخنيوي لياره د قومي شوراګانو کار د ستايلو وړ دی خو د حقاني ډلې د له منځ وړلو لپاره او افغان طالبانو د ملاتړ د ودرولو لپاره بايد پر پاکستان نور فشار واچول شي.
XS
SM
MD
LG