د لاسرسي ځای

تازه خبر

؛د محرم پر نهمه او لسمه د موبایل فون کرښه وشلوۍ؛


د خیبر پښتونخوا حکومت د پاکستان له وفاقي حکومته غوښتنه کړې ده چې د محرم پر نهمه او لسمه دې د صوبې په حساسو سیمو کې د موبایل ټیليفون خدمات بند کړي.


د مشال راډیو خبریال وايي، حکومت دا هم ویلي دي چې په ټوله صوبه کې به د محرم پر نهمه او لسمه تعلیمي ادارې تړل شوې وي. له دې علاوه، حکومت پېښور، اسماعیل خان ډېره، هنګو، کواټ، بنو او نوښار په امنیتي توګه حساسې سیمې ګرځولې دي. په دې ټولو ښارونو کې شییعه ګان په زیات شمېر کې اوسي.

د پېښور ښار ډېپټي کمېشنر ویاند فېروز شاه نن مشال راډیو ته وویل چې په ښار کې یې د قانون ۱۴۴مه ماده عملي کړې ده.

فېروز شاه وايي، په ښار کې ۵۰۰۰ پولیسان ځای پر ځای کړل شوي دي. دی زیاتوي، د پېښور کیسه خوانۍ او صدر بازار ته تلونکې ټولې لارې له نن ماښامه تړل کېږي. دا د ښار هغه برخې دي چې د محرم ماتمي جلوس هم تر تېرېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG