د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ: بې پیلوټه الوتکو شپږ وسله وال ووژل


امنيې قومندان مل پاسوال عبدالحبیب سید خیل مشال راډیو ته وویل، په برید کې یو بهرنۍ وسلوال هم وژل شوی دی. او ولسي وګړو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.

په افغانستان کې د کونړ پرون پر سېشنبه ناوخته د نړیوالو ځواکونو بې پیلوټه الوتکو د کونړ غازي اباد ولسوالۍ د درین او شیګل ولسوالۍ په شلتن دره کي دوسله والو طالبانو پر دوو پټنځایونو بریدونه کړي چي په نتیجه کي یې شپږ وسله وال وژل شوي دي.


امنيې قومندان مل پاسوال عبدالحبیب سید خیل مشال راډیو ته وویل، په برید کې یو بهرنۍ وسلوال هم وژل شوی دی. او زیاتوي په بریدونو کې ولسي وګړو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.

امنيه قومندان زیاتوي چي له تیرو نزدي دوو کالو دکونړ په غرنیو سیمو کي دبي پیلوټه الوتکو حملي زیاتي شوي چي ورسره امنیتي حالات ښه شوي دي.
تراوسه وسله والو طالبانو په غازي اباد او شیګل کی دشوو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي
په کونړ کي دبی پیلوټه الوتکو نوي بریدونه په داسي حال کې کیږي چي څو ورځې وړاندې د دغه ولایت یو شمیر اوسیدونکو د بي پیلوټه الوتکو د حملو بندیدل غوښتي و
XS
SM
MD
LG