د لاسرسي ځای

تازه خبر

م.م: له فیلیپین سره د۳۰۰ میلیون ډالرو مرستې غږ وکړ


ملګروملتونو د فیلیپین له توپان ځپلو سیمو سره د مرستې لپاره د څه باندې درې سوه میلیون ډالرو نړېوالې مرستې غوښتنه کړې ده.


د بشري حقونو په چارو کې د ملګرملتونو د سرمنشي مرستیالې والري اموس پرون د سېشنبې په ورځ وویل چې په دغو پیسو کې هغه ۲۵ میلیون ډالره مرسته نه ده شامله چې ملګرو ملتونو د اظطراري مرستو له صندوقه له مخکې توپان ځپلو سیمو ته بیله کړې ده.

اموس د مرستې رسولو د فعالیتونو د تنظیمولو لپاره په مانیلا کې ده.

یو شمېر هېوادونو د مرستې لپاره کشتۍ او الوتکۍ سیمې ته استولي، خو خبریالان وایي چې؛ ډیرو سیمو ته مرستې نه دي رسیدلي او زیانمن شویو سره مایوسي او غصه په زیاتیدو ده.

په عین حال کې د فیلپین ولسمشر بینیګنو اکېنو سي ان ان ټلویزیون ته په مرکه کې پرون وویل چې؛ د جمعې د ورځې د قوي توپان له امله به د دوزرونه تر دونیم زرو پورې کسان وژل شوي وي نه لس زره چې پخوا ښودل شوي و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG