د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیکا امنیه قوماندان پر ده لګیدلي تورونه رد کړل


د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ وايي، چې په يو شمير رسنيو کې په ده پسې خپاره شوي رپوټونه ناسم دي.

د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ وايي، چې په يو شمير رسنيو کې په ده پسې خپاره شوي رپوټونه ناسم دي.


دولت خان ځدراڼ، چې دا مهال په هند کې دی، د تلیفون په کرښه مشال راډیو ته وویل، چې د رسنیو له لارې د ده په اړه خپاره شوي مالومات ناسم دي او دی د کورنیو چارو وزارت د امنیتي معین په اجازه د درملنې او طبي معایناتو په خاطر هند ته تللی او ډېر ژر به له درملنې وروسته خپلې دندې ته ستون شي.

د پکتیکا امنیه قوماندان وايي، که چیرې ده ته رسمي خبر ورکړل شي، نو حاضر دی چې د لګیدلو تورنو د سپیناوي له پاره لويې څارنوالۍ ته حاضر شي.

نوموړی په رسنیو کې د ده په اړه د خپاره شویو تورونو په اړه وویل، چې د ناټو ځواکونو له لوري چې کوم تاسيسات او وسايل افغان ځواکونو ته سپارل شوي هغه په خپل ځای پاتي دي او په دې اړه چې ویل کیږي امنيه قوماندان ګواکي یو شمېر پوځي او تخنیکي توکي په خپل سر د شخصي استفادې له پاره کابل ته لیږدولي، یاده ادعا هم بې بنسټه بولي او زیاتوي، چې دا د ده پر وړاندې یوه جوړه شوې توطیه او دسیسه ده.

ځدراڼ وايي، چې له ناټو ځواکونو څخه افغان دولت ته دتاسيساتو د سپارلو په وخت کې د پکتيکا د ولايت مقام ،امنيه قوماندانۍ ،ملي امنيت او څارنوالۍ له استازو تشکیل شوی کمیسیون موجود وو او دوی ته سپارل شوي توکي د ليستونو له مخې موجود دي.

دوه ورځې وړاندې په ځنو رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول، چې د پکتیکا امنیه قوماندان دولت خان ځدراڼ د نړیوالو ځواکونو له خوا افغان لوري ته سپارل شوي تاسیسات او تجهیزات تخریب کړي او پلورلي دي او په خپله هم له هېواده دباندې تلل دی.

د يادونې وړ ده په پکتیکا کې د ناټو ځواکونو په چوکاټ کې امریکايي پوځیانو يوه مياشت وړاندې خپله پوځي اډه او ورپورې تړلي تاسيسات افغان دولت ته وسپارل.
XS
SM
MD
LG