د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځینې هیوادونه د لویې جرګې په وړاندې ستونزې جوړوي،داودزی


افغان امنیتی چارواکي وایي، وسله وال مخالفین او ځینې هغه هېوادونه چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي سند له لاسلیک کولو سره مخالفت لري.

افغان امنیتی چارواکي وایي، وسله وال مخالفین او ځینې هغه هېوادونه چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي سند له لاسلیک کولو سره مخالفت لري، د دې سند په هکله د جوړیدونکې مشورتي لویې جرګې په وړاندې امنیتي ستونزې پیدا کړي.


په داسې حال کې چې د مشورتي لویې جرګې جوړولو ته څه باندې یوه اونۍ پاتې ده افغان امنیتي چارواکي وایي، یو شمېر هېوادونه هڅه کوي د دې جرګې په وړاندې امنیتي ستونزې جوړې کړي.

دغه خبره د کورنیو چارو وزیر عمرداودزي د سې شنبې په ورځ د ولسي جرګې د دفاعي او کورني امنیت د کمیسیونونو په غونډه کې وکړه.

هغه وویل، د دوو داسې حملو مخه یې نیولې چې غوښتل یې د لویې جرګې په وړاندې امنیتي ستونزې جوړې کړي:

"دښمن غوښتل درې لوی بمونه د لارې په واسطه افغانستان ته داخل کړي، یو یې په پکتیا کې خنثې شو که خدای مه کړه هغه منفجر شوې وو تر یو کیلو متر پورې ساحه یې مکمل تخریبوله.

دویم یې ښایي د ډیورند پر کرښه او یا له دې کرښې اخوا منفجر شوې وي، دریم پسې هڅه کوي چې که داخل شوې نه وي د راننوتو مخه یې ونیسو او که داخل شوې وي د منفجر کیدو مخه یې ونیسو.

زمونږ ګزارشونه ښيي چې د دې ټولو هدف لویه جرګه ده."

له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون په اړه مشورتي لویه جرګه د روانې لړم میاشتې په دیرشمه جوړیږي چې شاوخوا دوه نیم زره کسان به ګډون پکې وکړي.

د ځینو افغان کتوونکو په باور پاکستان او ایران په افغانستان کې د یو شمیر امریکايي ځواکونو د پاتې کیدو سره مخالف دي ځکه خو ښايي د جرګې په اړه اندیښنه ولري.

خو افغان چارواکي او پخپله ولسمشر کرزي په وار وار ویلي چې د دې سند لاسلیک کول به د سیمې او ګاونډیو هیوادونو په تاوان نه وي.

د ملي امنیت د عمومي ریاست مرستیال حسام الدین حسام هم پرته له دې چې د کوم هیواد نوم واخلي وویل، هغه هیوادونه چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون پر خلاف دي، هڅه کوي چې ناامني رامنځ ته کړي:

"د دښمن ډیر ګواښونه او هغه کسان چې دوی ته لارښوونه کوي او په افغانستان کې د لویې جرګې، انتخاباتو او سولې پروسې په خلاف دي وسله وال مخالفین ناوړه کارونو ته هڅوي.

دښمن او ځینې هیوادونه د لویې جرګې د جوړولو په خلاف دي، هغوی د دې جرګې د امنیت خرابولو لپاره له بیلابیلو تکتیکونو او لار کار اخلي."

خو افغان امنیتي چارواکي ډاډ څرګندوي چې د مشورتي لویې جرګې د جوړولو لپاره یې جدي امنیتي تدابیر نیولي دي.

دوی وایي هیچاته به اجازه ورنکړي چې د لویې جرګې په وړاندې امنیتي ستونزې جوړې کړي.

افغان چارواکي او یو شمیر کتونکي له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند لاسلیک کول د افغانستان په ګټه بولي او وایي چې که په لویه جرګه کې د دې سند د لاسلیک کولو پریکړه وشي نو د هیواد د راتلونکې لپاره به ګټور تمام شي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG