د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بل حق خوړل ظلم، خپل پرېښودل بې ننګي: اڅکزی


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزی
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزی

فاټا ( د پښتنو قبایلي سیمې) د پښتنو ملکیت منی که یې نه منی. له جنوبي وزیرستانه تر خېبره د پښتنو اووه اجنسۍ دي، د دې خاوره یوه یوه لوېښت هلته مېشت پښتنو ټبرونو خپلو کې سره وېشلې ده،

د مشال راډيو کرښې پر غاړه خپرونه کې چې کوربه یې بوریوال کاکړ وو، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي څرګندونې


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:37 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

۱- ما د پاکستان اسمبلۍ ته وویل هېڅ یو هېواد تر هغو د خپلې خاورې حاکمیت او خودمختیاري نه شي ساتلای تر څو چې د خپلو ګاونډیانو د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشړتیا درناوی نه وي کړی. آیا پاکستان د یوه ملک په توګه دې جهاني ضمانت ورکولو ته تیار دی چې افغانستان یو مستقل هېواد دی. یو ازاد او خپلواک دولت دی.؟

۲- د یو جمهوري پاکستان ضمانت ورکول دي، چې په هېواد کې سیندي، بلوڅ، پښتانه، او سرایکي ته د هغوی پر وسایلو د هغوی حقوق منلو ته تیار سي.؟ الله پاک د دوی په خاوره کې څه شتمني پیدا کړې ده دا دوی ده. دغه ولسونه له زرګونو کالونو پر خپلو خپلو خاورو مېشت دي. د هغوی ژبو، کلتور، تمدن او ژوند ته درناوی کول دي.؟

۳- فاټا ( د پښتنو قبایلي سیمې) د پښتنو ملکیت منی که یې نه منی. له جنوبي وزیرستانه تر خېبره د پښتنو اووه اجنسۍ دي، د دې خاوره یوه یوه لوېښت هلته مېشت پښتنو ټبرونو خپلو کې سره وېشلې ده، د هر چا خپله سیمه مالومه ده. هغوی د جهان د هر یرغلګر مقابله کړې ده او خپله خاوره یې د خپلو سرونو په بییه ساتلې ده. ګلګت بلتستان صوبه مو جوړه کړه. او هغه هم د پښتونخوا وطن برخه ده. نو څه ګناه پېښېږي چې د پاکستان د آیین له مخې چې فاټا ته کوم حثیت ورکول شوی او یوه جلا صوبه یې ومنو.؟ یو منتخیب ګورنر ورکړو. او بیا هغه ګورنر د پاکستان له ولسمشر سره خپلې ستونزې او مسلې هواري کړي.

۴- په پاکستان کې پرایوېټ یا شخصي ملېشې ختمول دي، د ملک په لربر کې داسې ډلې دي چې نه وردي (درېشي، یونیفارم) لري، خو ټوپک هم لري، وسلې هم لري، ډوډۍ هم ورته ملاوېږي، د یو خاص مقصد لپاره ناست دي. که تاسو دا ډلې بې وسلې کوی نو ما ورته وویل، چې بالکل به د پاکستان ۱۵، ۱۶ کروړه شریفه انسان به او انشاءالله امریکا به هم پکې دا وايي، چې زه نور ډرون بریدونه نه کوم. نو دا ټوله سیمه به د خدای په فضل له لویه جنګه خلاصه شي.
XS
SM
MD
LG