د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: حکومتي چارواکي د سړي تښتوونکو ملاتړ کوي


په ننګرهار کې لسګونو مظاهرچیانو ادعا وکړه چې د حکومت ځینې جګپوړي چارواکي د سړي تښتوونکو ډلو ملاتړ کوي.

احتجاجیانو په جلال اباد ښار کې نن ( سېشنبه) غونډه وکړه.

په دوی کې اکثره د هغو دوو ځوانانو خپلوان او خواخوږي وه، چې څو ورځې مخکې د سړي تښتوونکو یوې ډلې تر تښتولو وروسته ووژل.

حکومت د تښتوونکو دغه ډله نیولې احتجاجیانو ادعا کوله، چې په کابل کې لوړپوړي چارواکي د دغو کسانو د ژغورولو کوښښ کوي.

د ننګرهار سرپرست والي محمد حنیف ګردیوال هم ویلي چې په دې ولایت کې د سړي تښتوني پیښي ډېرې شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG