د لاسرسي ځای

تازه خبر

سومالیا: ورښتونو او توپاني بادونو سل کسان وژلي دي


د سومالیا چارواکي وايي د دې هیواد په شمال ختیځ کې د سختو طوفاني بادونو په نتیجه کې لږ تر لږه سل کسان وژل شوي او سلګونه نور لادرکه دي.


د پونټ لېنډ د نیمې خپلواکې سیمې حکومت ویلي طوفان ټول کلي وران کړي او د نړیوالې بیړنې مرستې اپیل ېې وکړ.

سومالیايي چارواکو ویلي سخت بارانونه او تیز بادونه به تر شورو پورې دوام ولري.

د سومالیا په پونټ لېنډ سیمه کې اکثره جنګ سالاران میشت دي او دا ځای د سوماليي د سمندري غلو او الشباب وسله والې ډلې د موجودیت له امله هم مشهور دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG