د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پر جان کري نیوکه کړې


د ایران د بهرنیوچارو وزیر پر خپل امریکايي سیال جان کري له دې کبله انتقاد کړی چې نوموړي ویلي، اسلامي جمهوریت د خپل اټمي پروګرام په اړه د نړۍ له شپږو قدرتونو سره له خبرو په شا شوی.


جواد ظریف د ایران له یوه ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې وویل؛ ضدونقیضې ویناوې د خبرو په بهیر کې اعتماد زیانمنولای شي.

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري ویلي وو؛ چې د ژنیو په غونډه کې د نړۍ شپږو قدرتونو ایران ته داسې ګډه طرح وړاندې کړه چې؛ د ایران له خوا ونه منل شوه. خو ښاغلي ظریف وویل، په ژنیو کې د شپږو قدرتونو او ایران ترمینځ په درې ورځنیو خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG