د لاسرسي ځای

ښایي د اسلامي حزب استازي په لویې جرګې که ګډون وکړي


د مشورتي لویې جرګې د جوړولو کمېسیون وايي ټاکل شوې، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب استازي هم په دې جرګه کې ګډون وکړي.


د دې کمېسیون د دارالانشا مرستیال نجیب الله امین مشال راډیو ته وویل؛ هیله لري، چې د اسلامي حزب ټاکل شوی پلاوی به راتلوونکې اونۍ کابل ته را ورسیږي.

څو ورځې مخکې د غیرت بهیر په مشرۍ د اسلامي حزب یو پلاوی کابل ته راغلی او له افغان چارواکو او د ولسشرۍ د راتلوونکو انتخاباتو له ځینو کاندیدانو سره یې لیدلي دي.

اسلامي حزب د تیرو شاوخوا دولسو کلونو راهیسې په افغانستان کې له دولت او بهرنیو ځواکونو سره جګړه کړې ده.
XS
SM
MD
LG