د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: په ولسواليو کې د نوم ليکنې بهير پای ته رسيدلی


په ننګرهار کې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون چارواکي وايي چې د نوم ليکنې له پيل څخه تر اوسه څه باندې يو لک او پنځوس زره تنو په انتخاباتو کې د ګډون په خاطر نوم ليکنه کړې چې ۳۱ سلنه يې ښځې جوړوي.

په ننګرهار کې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون چارواکي وايي چې د نوم ليکنې له پيل څخه تر اوسه څه باندې يو لک او پنځوس زره تنو په انتخاباتو کې د ګډون په خاطر نوم ليکنه کړې چې ۳۱ سلنه يې ښځې جوړوي.


د افغانستان د ټولو ولايتونو په ولسواليو کې د نوم ليکنې لپاره مرکزونه او ګرځنده ډلو کاري دوره د نومبر په لسمه نيټه پای ته رسيدلې خو د زون په کچه به د ولايتونو په مرکزونو کې د نوم ليکنې دوه، دوه او په نورو ولايتونو کې به يو، يو مرکز د راتلونکي لمريز کال د وري د دويمې نيټې پورې فعال وي.

په ننګرهار کې هم د ولسواليو په کچه د نوم ليکنې مرکزونه تړل شوي.
د دغه ولايت د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مشر ډاکټر اختر محمد اجمل د نومبر په يولسمه نيټه مشال راډيو ته وويل چې د نوم ليکنې په بهير کې خپل ټاکلي هدف ته رسيدلي دي. دی وايي:

(( په ننګرهار کې د يو لک او پنځوس زرو نه اضافه کسانو ثبت نام ( نوم ليکنه) وشو چې په دې کې يو ديرش فيصده ښځينه وې. نو دغه يو لک او پنځوس زره په ننګرهار کې دا نوم ليکنه موږ ته داسې ښيي چې هغه کوم هدف چې زموږ و هغه مو تر لاسه کړی.))

ډاکټر اجمل د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ننګرهار په څېر په يوه ګڼ ميشته ولايت کې ياده نوم ليکنه ناکافي نه ګڼیء، وويل:

(( دا چون عمومي پروسه نه وه. يوازې هغه کسان چې نوي يې په دغو ټاکنو کې د اتلس کلنۍ عمر پوره کړی او يا هغه کسان وو چې کارتونه يې په تيرو دورو کې اخيستي وو او ترينه ورک شوي وو او يا هغه کسان چې په تيرو دورو کې يې کارتونه نه وو تر لاسه کړي او يا هغه مهاجر چې وطن ته راستانه شوي وو دا يوازې د همغو کسانو لپاره چې ما ذکر کړل، د هغوی لپاره وه او زه فکر کوم چې هغه کوم ټارګيټ( هدف) چې موږ تعين کړی و هغه مو تر لاسه کړی دی.))

ډاکټر اجمل وړاندې وايي چې د ننګرهار په څلورو ولسواليو کې د نوم ليکنې ګرځنده ډلې په سمه توګه نه دي توانيدلي چې د انتخاباتو لپاره نوم ليکنه وکړي.

(( په بعضو ولسواليو کې موږ ونه شوو کولای چې سيار( ګرځنده) ټيمونه موږ فعاله کړو چې په هغو کې د نوم ليکنې لړۍ يو څه ټکنۍ وه. لکه شيرزاد، حصارک، چپرهار او بټي کوټ داسې ولسوالۍ دي چې موږ په کې مشکلات درلودل.))

ځينې کتوونکي وايي چې، که د ناامنيو ستونزه حل نه شي ښايي د ۱۳۹۳ لمريز کال د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په انتخاباتو کې ټول خلک ګډون ونه کړي، خو د ننګرهار د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مشر ډاکټر اختر محمد اجمل وايي که په ننګرهار کې د ټاکنو خپلواک کميسيون د نوم ليکنې د بهير په څېر د امنيتي ادارو مرسته له ځانه سره ولري، نو راتلوونکي ټاکنې به هم په ښه توګه تر سره شي.
XS
SM
MD
LG