د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: قومي چغې یو تن زده کوونکی د وسلوالو له منګولو ازاد کړ


د باک ولسوالۍ یو شمېر خلکو په قومي چغه یو تن زده کوونکی، چې د کوزې تره کۍ په لېسه کې يې زده کړې کولې د وسلوالو له منګولو خلاص کړ،

د باک ولسوالۍ یو شمېر خلکو په قومي چغه یو تن زده کوونکی، چې د کوزې تره کۍ په لېسه کې يې زده کړې کولې د وسلوالو له منګولو خلاص کړ، نوموړی زده کوونکی د لیسې په انګړ کې د خپلو ټولګیوالو له منځه په زور د پنځو تنو وسلوالو له خوا موټر ته وخېژول شو، چې وسلوالو پسې قومي چغه راووته او هغه يې له لنډې نښتې وروسته د دوی له منګولو خلاص کړ.


نوموړي زده کوونکي په یوولسم ټولګي زده کړې کولې او ناپيژاندو وسلوالو غوښتل هغه له ځانه سره بوځي، چې د قومي خلکو چغه پسې راووته، باک د خوست د ناامنو ولسوالیو په قطار کې راځي چې اوسیدونکي يې د وسلوالو له ویرې د ډېرو پېښو د لیدو پر مهال چپ پاتې کیږي، خو ځايي خلک وايي، چې د وسلوالو د دا ډول پېښو د بیا، بیا رامنځته کیدو څخه په تنګ راغلي او مجبوره شول، چې تېره ورځ سهار مهال وسلوالو پسې چغه راوباسي.

د باک ولسوال عبدالحی ځاځي د پیښې په اړه خپل مالومات د مشال راډیو سره په دې ډول شریک کړل:

((د باک ولسوالۍ د کوزې تره کۍ د لیسې یو تن شاګرد چې په یوولسم ټولګي کې يې زده کړې کولې، نوموړی شاګرد یو شمېر نامالومو وسلوالو غوښتل، چې اختطاف یا يې له ځانه سره بوځي په دې وخت کې د کلي سپین ږیرو، علماء کرامو، همدارنګه ځوانانو، د مکتب معلیمنو، شاګردانو نوموړی زده کوونکی د تښتونکو له منګولو څخه خلاص کړی، مخالفین په تېښته بریالي شوي دي، د دوی په موټرو کلیوالو ډزې کړي دي، وسلوال په راکټ، پیکا ماشیندار او نورو وسلو باندې سمبال وو، کله چې موږ له کلیوالو سره وغږیدو، دوی وویل، چې وسلوال موږ پېژندلي دي.))

د یادې لیسې یو تن ښوونکي مشال راډيو سره په تلیفوني خبرو کې وویل، چې زده کوونکي اسمبلي کې ولاړ وو، چې د وسلوالو پنځه کسیزه ډله ښوونځي انګړ ته داخله شوه، په دې حالت کې ښوونکي او زده کوونکي سخت وبېریدل، وسلوالو په سر کې ښوونکي او زده کوونکي سره بېل کړل، له هغه وروسته يې د یوولسم ټولګي زده کوونکي وغوښتل او د هغو له منځه يې یو تن شاګرد چې د علیشیرو د فقیرانو کلي اوسیدونکی وو، له ځانه سره موټر ته پورته کړ، چې په دې حال کې د کلي چغه پسې راووته او زده کوونکی یې د وسلوالو له منګولو خلاص کړ، خو هغوی په تېښته بریالي شول.

د یادونې وړ ده له دې وړاندې هم یو تن ډاکټر د یادې ناامنې ولسوالۍ د اوسیدونکو له خوا د وسلوالو تښتونکو له منګولو خلاص شوی وو، دا په داسې حال کې ده چې پخوا به د قوم په حدودو کې هر چا د امن احساس کاوه، خو اوس قومونه هم پوره خوندي نه دي.
XS
SM
MD
LG